د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلي: که څوک د سولې بهیر انحصاروي، مخه یې نیسو


د افغانستان د سولې د عالي شورا رئيس محمدکریم خلیلي وايي، چې د انحصار له لارې افغانستان "هیڅ‌کله" سولې ته نشي رسېدلی او که څوک دا ملي پروسه په خپل انحصار کې راولي نو د سیاسي جریانونو له ممانعت سره به مخامخ شي.

ښاغلی خلیلي، چې په جمهوري ریاست انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې ملاتړ کوي، د پنجشنبې په ورځ د ډیسمبر په ۲۶مه (مرغومي ۵مه) د "افغانستان د اسلامي وحدت ګوند" غونډې ته په وینا کې وویل، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو له بیا پیلېدو څخه ملاتړ کوي.

خو هغه زیاته کړه چې سوله یوه دولتي پروسه نه ده او طالبان حاضر نه دي چې له اوسني دولت په ځانګړي ډول له جمهور رئیس غني سره مذاکرات وکړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس سوله یوه ملي پروسه وبلله او وې ویل: "ارګ نشي کولی چې هغه (سوله) په خپل انحصار کې راولي او د انحصار په روحیې موږ هیڅ‌کله سولې ته رسېدلی نشو".

ښاغلي خلیلي په داسې حال کې دا څرګندونې کړي، چې تیره ورځ د دولت جوړونکي انتخاباتي ډلې لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، د سولې مذاکرات دوه اړخونه لري، چې یو یې د افغانستان دولت او بل یې وسله‌وال طالبان دي.

هغه وویل: "موږ د بین‌الافغاني په نوم کوم شی نه پیژنو، هغه کړکیچتیا زیاتوي او کموي یې نه، نو که غواړو موږ اوربند ته لاسرسی پیدا کړو او ځان ورسوو یا وغواړو چې یوه ژوره او بامفهومه حل لاره وموندو، دا دی چې د میز یو خوا باید دښمن کښېني او د میز بل خوا دولت کښېني، دا زموږ دریځ دی".

خو ښاغلي خلیلي وویل افغان حکومت د دې قضیې یو لوری دی او اصلي اړخونه یې هغه سیاسي ډلې دي چې له طالبانو سره یې مخالفت درلود او ورسره په جګړه کې ښکیل وو.

هغه خبرداری ورکړ: "که یو شمیر کسان وغواړي سوله په خپل انحصار کې راولي، هیڅ‌کله به موږ سولې ته هم ونرسیږو بلکې د سولې مخنیوی به وکړو".

ښاغلي خلیلي زیاته کړه چې وسله‌وال طالبان هم له دغو سیاسي ډلو سره مذاکراتو ته لیواله دي.

XS
SM
MD
LG