د لاس رسي وړ اتصالات

محقق: ګډ پلاوی دې د مزاري پر تلین برید وڅیړي


داعش ادعا کوي چې د کابل تازه برید دوی کړی دی
داعش ادعا کوي چې د کابل تازه برید دوی کړی دی

د افغانستان د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق د عبدالعلي مزاري پر تلین له برید یوه ورځ وروسته د دغې پېښې د څیړلو لپاره د یو ګډ هیات د ګومارلو غوښتنه وکړه.

ښاغلي محقق د شنبې په ورځ د مارچ په اومه (کب۱۷) د سولې د عالي شورا له رئیس کریم خلیلي سره یوې ګډې خبري غونډې ته وویل دا باید د عبدالعلي مزاري د تلین مراسمو د جوړولو د استازي، ارګ، اجرائیه ریاست، ملي شورا او نړیوالو بنسټونو په ګډون جوړ شي او د ددغه برید څرنګوالی وڅیړي.

هغه زیاته کړه: "خپلواکو سرچینو ۷۰ شهیدان او له ۸۰ پورته زخمیان ویلي دي. په کار وه چې په داسې یوې پېښې حکومت ټکان خوړلی وای، یو ملي ماتم یې اعلان کړی وی، د څیړنو لپاره یې پلاوی معرفي کړی وی، حتی دا کار یې ونکړ. په خپلو بیانونو کې یې نه یواځې د څیړنو ډاډ نه دی ورکړی، بلکې یادونه یې هم نه ده کړې."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دې برید کې د ۳۲ تنو وژل او ۷۸ نورو ټپي کېدل تائید کړي دي.

ښاغلي محقق ادعا وکړه چې مشکوکې کړۍ په دې قضیه کې لاس لري: "په افغانستان کې د هزاره وګړو د وژلو فرهنګ جوړونه کېږي یعنې ودې وژل شي پروا نه کوي."

هغه وویل د کابل امنیه قوماندانۍ غوښتل چې د مزاري د تلین په سیمه کې جیګپوړې ودانۍ وپلټي، خو د "امنیتي ځواکونو یو شمېر منسوبینو یې مخنیوی کړی دی".

د محقق په وینا د تلین پر مراسمو له هغه ځای څخه ډزې شوي چې د پلټلو مخنیوی یې شوی وو. د داعش ډلې ادعا کړې چې د عبدالعلي مزار د تلین په مراسمو وسله‌وال برید دوی کړی دی.

د افغانستان ځواکونو لا د ښاغلي محقق د دغو ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.

همدا شان د سولې د عالي شورا رئيس محمد کریم خلیلي خبریالانو ته وویل چې امنیتي بنسټونه باید د پخوانیو پېښو په شان له دې قضیې سره چلند ونکړي او د څرنګوالي په اړه یې جدي څیړنې وکړي.

دا برید په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوی دی. د امریکا متحده ایالاتو دا برید د کرکې وړ او د کمزروتیا نښه بللې ده. ملګرو ملتونو ویلي چې په عامو خلکو بریدونه د منلو وړ ندي او له عاملینو سره یې باید حساب کتاب وشي.

د افغانستان جمهوري ریاست دا برید "د بشریت او د افغانستان د ملي یووالي ضد جنایت" بللی دی. ارګ په یو بیان کې ویلي چې "تروریستان په دې ډول بریدونو د ظلم پر وړاندې" د افغانستان د خلکو د عدالت غوښتنې مبارزه له تاریخ څخه نشي محوه کولی.

XS
SM
MD
LG