د لاس رسي وړ اتصالات

د يو ډالر بيه څه کم ١٠٠ افغانيو ته راټيټه شوې


د افغانستان د صرافانو ټولنه وايي چې د ډالرو په وړاندې د افغانيو ارزښت بيرته لوړ شوى دى او اوس مهال په ولايتونو او کابل کې يو امريکايي ډالر په څه کم ١٠٠ افغانۍ تبادله کيږي٠

د صرافانو ټولنې وياند عبدالرحمان ځيرک د جمعې په ورځ ډسمبر ١٧ (لېندۍ ٢٦) امريکا غږ ته وويل چې په راتلونکو ورځو کې به هم د افغانيو ارزښت د ډالرو په وړاندې لوړ شي٠

په دې وروستيو کې د افغانيو په وړاندې د امريکايي ډالرو بيه په بېساري ډول پورته شوې وه او يو امريکايي ډالر په ١٣٠ افغانۍ تبادله کېده٠

ښاغلي ځيرک د افغانستان په بانکونو کې د ډالرو نشتوالى او د خلکو زياته تقاضا د افغانيو په وړاندې د ډالرو پورته کيدو اساسي لاملونه ياد کړل، خو نوموړي وويل چې وضعيت د سمېدو په حال کېدى٠

هغه وويل: "د افغانيو په وړاندې د ډالرو کښته کېدو دليل د افغانستان بانک او طالبانو تازه پرېکړي وې او تر څنګ يې د افغانستان بانک ژمنې وې چې ويلي و د دغه بانک په ذخيره کې ډالر شته او ډير ژر به يې بازار ته وړاندې کړي٠"

پر همدې مهال په کابل کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند مبين ويلي چې د پاکستان په شمول ټولو بهرنيو هيوادونو ته د ډالرو د قاچاق مخنيوي په اړه هڅې جدي شوي دي٠

هغه ويلي چې په تازه پېښه کې ٢١ تنه له هيواد څخه د ډالرو د قاچاق په تور نيول شوي دي٠

ښاغلي مبين له سيمه ييزو رسنيو سره مرکه کې ويلي چې زيات کسان له کابل ښار او شهزاده سراى څخه نيول شوي دي٠

ويل کيږي چې له يادو کسانو څخه څه کم ١٨ ميليون ډالر نيول شوي دي٠

په افغانستان کې د ډالرو د بيو په لوړېدو سره د کابل او ځينو نورو ولايتونو په بازارونو کې د خوراکي او غير خوراکي توکو بيې په بېساري ډول لوړي شوي وې٠

طالبانو دوې ورځې مخکي وويل چې تر دې وروسته هيڅ څوک حق نلري چې په بهرنيو اسعارو راکړه ورکړه وکړي٠

طالبانو د افغانيو د ثبات لپاره د ريس الوزرا د دوهم مرستيال عبدالسلام حنفي په مشرۍ يو کميسيون هم رامنځته کړى دى٠

XS
SM
MD
LG