د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو کې د طالبانو په امامت لمونځ او خبرې وشوې


دغې غونډې ته د بین-الافغاني مذاکراتو نوم ورکړل شوی دی
دغې غونډې ته د بین-الافغاني مذاکراتو نوم ورکړل شوی دی

پخواني ولسمشر حامد کرزي او د طالبانو ضد ځینو مخکښو څیرو د سه شنبې په ورځ (فبروري۵) د مسکو په یوه هوټل کې د یوه طالب استازي تر شا لمونځ وکړ او د سولې پر لارو چارو وغږیدل.

په مسکو کې د طالب استازو، مخکني ولسمشر حامد کرزي پخوانیو جهادي مشرانو او نورو سیاستوالو ترمنځ دوه ورځني (بین الافغاني مذاکرات) پيل شوه.

پدې غونډه کې مخکنی ولسمشر حامد کرزی او د طالبانو یو شمېر پخواني غلیمان په ډیره دوستانه فضا کې سره راټول شول او د افغانستان د روانې جګړې په اړه وغږیدل.

ولسمشر حامد کرزي په خپلو خبرو کې وویل چې دوی آزاد، خپلواک او د بهرنیانو له حضور او مداخلې پرته یو افغانستان غواړي، داسې افغانستان چې د هغه په خبرو له نړۍ او ګاونډیانو سره هم ښې اړیکې ولري.

ښاغلي کرزي طالبانو ته بیا د (وروڼو) خطاب وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د مسکو غونډه سولې ته د رسېدو لپاره مرسته وکړي. هغه له امریکایانو سره د طالبانو د روانو مذاکراتو ننګه هم وکړه.

طالب استازي عباس ستانکزي هم اوږدې خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې وار وار د (طالب غورځنګ) مخکني غوښتنې تکرار کړي. هغه په څرګندو ټکو وویل چې د افغانستان اساسي قانون هغوی ته د منلو نه دی.

خو ټېنګار یې وکړ چې له ممکنه سولې وروسته به هغوی له نورو افغان اړخونو سره په ګډه یوه (اسلامي) اساسي قانون او افغان شموله نظام جوړوي. هغه له تور لست څخه د ځینو طالب مشرانو د نومونو لېرې کول، د زرګونو طالب بندیانو ازادول او طالبانو ته د یو رسمي دفتر د پرانیستلو غوښتنه هم وکړه چې د هغه په باور سولې ته لا ښه زمینه برابره شي.

ښاغلي ستانکزي دا خبره هم وکړه چې باید ملګري ملتونه، د اسلامي هېوادونو کنفرانس او زبرځواکونه ضمانت وکړي چې سوله پلې شي.

په همدې حال د غونډې بل ګډونوال محمد یونس قانوني د خپلو خبرو په پیل کې وویل چې ښاغلي ستانکزي د طالبانو دریځ روښانه کړ، خو (لازمي نه ده چې باید موږ ټول د هغه له نظر سره موافق واوسو). هغه وویل د نظر اختلاف یوه عادي خبره ده چې باید د حل لار ورته پیدا شي، خو ټېنګار یې دا و چې په نظام کې باید اساسي تغیرات راشي او دا تغیرات باید د خبرو او مذاکراتو له لارې وي.

ښاغلي قانوني دا خبره هم وکړه چې کاش افغان حکومت هم دغې غونډې ته خپل استازي استولي وای. کابل ویلي چې غونډه کې برخه نه اخلي.

XS
SM
MD
LG