د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر اډو د ایران بریدونه وغندل


ښاغلي ستولتنبرګ د ایران له برید څو ساعته وروسته دا بریدونه وغندل
ښاغلي ستولتنبرګ د ایران له برید څو ساعته وروسته دا بریدونه وغندل

د ناټو عمومي منشي ینز ستولتنبرګ پر ایران غږ کړی دی چې تاوتریخوالی دې نور نه زیاتوي او له دغه ډول بریدونو دې ډډه وکړي.

ښاغلي ستولتنبرګ په عراق کې د امریکايي او ناټو ځواکونو پر پوځي اډو د ایران د بلاستیکي میزایلو بریدونه غندلي دي.

نوموړي په خپل ټویټر کې لیکلي: "زه په عراق کې د امریکا او ایتلاف د ځواکونو په اډو باندې د ایران د میزایلو بریدونه غندم. ناټو پر ایران غږ کوي چې د تاوتریخوالي د لا زیاتولو څخه دې ډډه وکړي."

د فرانسې خبري اژانس د ناټو د یو چارواکي له خولې لیکلي دي چې په دغو بریدونو کې د ایتلاف ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

برتانیا هم له ایران څخه غوښتي چې بیا دې داسې بریدونه نه تکراروي او شخړه دې نه زیاتوي.

ایران د چهارشنبې په ورځ (جنوري۸) د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني د وژل کیدو په غچ کې په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر اډو بریدونه وکړل. ایران وایي دا برید یې د ځان د دفاع په خاطر کړی دی.

ولسمشر ټرمپ وویل چې د بریدونو د زیان په اړه ارزونه روانه ده.

امریکايي ځواکونو د جمعې په ورځ قاسم سلیماني وواژه. ولسمشر ټرمپ قاسم سلیماني یو لوی ترهګر بللی او هغه یې د امریکايي ځواکونو په وژلو تورن کړی و.

XS
SM
MD
LG