د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: په مالي تمویل، غیرنظامي حضور او نظامي روزنې د افغانستان ملاتړ کوو


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي چې دا سازمان له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

ښاغلي سټولټنبرګ د سې‌شنبې په ورځ د جولای ۲۷ (زمري ۵) په خپل ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان له جمهور رئیس محمداشرف غني سره یې په ټیلیفون خبرې کړې دي.

ینس سټولټنبرګ ویلي: "ناټو له افغانستان څخه په مالي تمویل، غیرنظامي حضور او له هېواد څخه بهر د روزنې له لارې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي".

د ناټو عمومي منشي د افغانستان امنیتي وضعیت "کړکېچن" بللی او ویلي یې دي چې له دې وضعیت څخه وتل د مذاکراتو پر سر توافق ته اړتیا لري.

له دې وړاندې هم امریکا او ناټو ټینګار کړی و چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته به له افغانستان څخه بهر روزنه ورکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست د دې ټیلیفوني اړیکې په تړاو تراوسه څه نه دي ویلي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن هم له دې وړاندې له ښاغلي غني سره په ټیلیفوني اړیکه کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د امریکا د ملاتړ ډاډ ورکړی و.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال محمد امیري د دوشنبې په ورځ جولای ۲۶ (زمري ۴) وویل چې جمهور رئیس غني له افغان ځواکونو څخه د امریکا د ملاتړ د دوام د څرنګوالي په اړه د متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندان له مشر جنرال کینټ مک‌کینزي سره خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG