د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سفارت: ژر به د امریکايي عسکرو د افغان همکارانو د انتقال لړۍ پيل شي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت وايي ټاکل شوې له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د سیمه ییزو کارکوونکو د انتقال بهیر ډېر ژر پيل شي.

دغه سفارت د شنبې په ورځ جولاۍ ۱۷(چنګاښ ۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي هغه کسان چې د مهاجرت د ځانګړو ویزو (SIV) غوښتنلیکونه بشپړ شوي، پروازونه به یې د جولاۍ میاشتې په وروستيو کې پيل شي.

په اعلامیه کې راغلي: "د ولسمشر بایدن د لارښوونې له مخې، متحده ایالات د افغانستان د هغو وګړو او د هغوی د کورنیو له لېږد او ایستلو څخه د ملاتړ په موخه، چې د متحده ایالاتو د کډوالي ځانګړې ویزې د شرایطو لرونکي دي، د امریکايي ځواکونو د محلي کارکوونکو د لېږد چارې پیل کړې."

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت زیاته کړې چې د دغې لړۍ د امنیت د خوندیتوب لپاره نشي کولی نور جزییات خپاره کړي.

په دغه اعلامیه کې په کابل کې د امریکا سفارت د شارژدافیر راس ویلسن له قوله ویل شوي: "د متحده ایالاتو سفارت، د امریکايي ځواکونو د محلي کارکوونکو له لېږد څخه د ملاتړ په موخه، له بهرنیو چارو وزارت سره به همغږي وکړي. د امریکايي ځواکونو د محلي کارکوونکو د لېږد دغه لږۍ متحده ایالاتو ته دا امکان ورکوي چې د هغو کسانو په تړاو خپله ژمنه پوره کړي چې دلته له ګواښ ډکو شرایطو کې زموږ د هېواد لپاره خدمت کړی دی."

له افغانستان د امریکايي او ناټو سرتیرو د وتلو له اعلان سره هم مهاله په افغانستان کې د هغو کسانو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي چې له بهرنیو ځواکونو سره یې په بېلابېلو برخو کې کار کړی دی.

تر دې مخکې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن وویل چې دوی په افغانستان کې خپل افغان همکاران (ترجمانان) چې له امریکايي سرتیرو سره یې کار کړی دی بې برخلیکه نه پرېږدي.

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت تیره اونۍ اعلان وکړ چې یاد سفارت د افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړې وېزې تر لاسه کولو لپاره د مرکو لړۍ له سره پيل کړې ده.

XS
SM
MD
LG