د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د داعش دوه مهم غړي نیول شوي


په ننګرهار کې چارواکي وايي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په جلال‌اباد ښار کې د داعش ډلې دوه مهم غړي نیولي دي.

د ننګرهار د والي د مطبوعاتو دفتر په یو بیان کې ویلي چې د داعش ډلې دغه غړي تیره شپه د جلال‌اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند په فارم هډه سیمه کې نیول شوي دي.

په بیان کې راغلي: "د داعش ډلې د منفي تبلیغاتو غړی مولوي روح الله او د هدفي وژنو غړی ساجد مشهور په امرخېل د یو بل شکمن کس سره یو ځای نیول شوي دي".

د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست د معلوماتو په اساس دا مهال د داعش ډلې اړوند ۴۰۸ کسان چې ۱۴ هېوادونو اتباع په کې شامل دي له افغان حکومت سره بندیان دي. د افغانستان د ملي امنیت رئیس احمدضیا سراج ویلي چې له دې شمېرې ۲۹۹ یې پاکستانیان او پاتې یې د نورو هېوادونو دي.

افغان حکومت ویلي چې د دغو بندیانو د برخلیک معلومولو لپاره له اړوندو هېوادونو سره خبرې روانې دي خو تراوسه کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي.

د داعش ډلې د خراسان د څانګې مشر عبدالله اورکزی چې په اسلم فاروقي شهرت لري او پاکستانی دی هم له افغان حکومت سره په بند کې دی.

پاکستان له افغان حکومت څخه غوښتي چې اسلم فاروقي وروسپاري خو د افغانستان د ملي امنیت رئیس وویل چې پاکستان دې د فاروقي په بدل کې د طالبانو دوه بندي مشران افغانستان ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG