د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د خپل پوځ بودیجه کمه کړه


عمران خان د پاکستان د پوځ د بودیجې د کمولو پرېکړه ستایلې
عمران خان د پاکستان د پوځ د بودیجې د کمولو پرېکړه ستایلې

د پاکستان پوځ په یو بیساري اقدام کې د راتلونکي کال لپاره خپله بودیجه کمه کړې ده.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي دي چې دا پرېکړه "د پاکستان د مالي کړکیچ" د مخنیوي لپاره شوې ده.

پاکستان او د پیسو نړیوال صندوق د شپږو میلیاردو ډالرو پر قرضیې توافق کړی دی، خو آسلام اباد د خپلې بودیجې د کسر د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي.

د پاکستان پخوانیو حکومتونو په ډېرو کمو حالاتو کې د پوځ بودیجه کمه کړې وه. عمران خان چې په ۲۰۱۸ کال کې یې انتخابات وګټل د پوځ له جنرالانو سره ښې اړیکې لري. هغه په خپل ټویټر کې د پاکستان د پوځ د بودیجې د کمولو پرېکړه ستایلې ده.

عمران خان ویلي دي چې په دې کار سره به د پاکستان حکومت په قبایلي سیمو کې د پراختیایي پروژو د پلي کولو فرصت پیدا کړي.

د پاکستان مخکني حکومت د پاکستان بودیجه ۲۰فیصده لوړه کړې وه چې د ۱.۱ میلیارد ډالرو ته ختلې وه. لا معلومه نه ده چې د پاکستان د پوځ د بل کال بودیجه به څومره کمیږي.

د پاکستان په اړه ویل کیږي چې د پوځ شمېر زیات دی، خو منتقدین یې بیا وايي چې د پاکستان د پوځ بودیجه زیاته ده او همدغه کار حکومت ته دا فرصت نه ورکوي چې پراختیايي چارو پروژې پلې کړي.

XS
SM
MD
LG