د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام‌آباد کې د پاکستان اېف۱۶ جنګي الوتکه غورځېدلې


د پاکستان یوه اېف ۱۶ جنګي الوتکه د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۱۱مه (کب ۲۱) په پلازمینې اسلام‌آباد کې د تمرین پر مهال غورځېدلې او له منځه تللې ده.

سرچینې وايي چې الوتکه د اسلام‌آباد د شکر پړیا سیمې ته نږدې غورځېدلې او د الوتکې پیلوټ نعمان اکرم په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغې الوتکې د مارچ ۲۳مې د پاکستان د ملي ورځې لپاره د چمتوالي تمرینات کول.

د پاکستان هوايي ځواکونو په یو بیان کې ویلي چې مرستندوی ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او سیمه یې کلابند کړې ده.

په بیان کې راغلي چې د الوتکې د غورځېدو لامل د معلومولو لپاره د پېښې په اړه پلټنې پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG