د لاس رسي وړ اتصالات

داعش هڅه کوي د افغانستان شمال کې ځای پر ځای شي - لاوروف


ښاغل لاوروف داعش د افغانستان شمال کې د مرکز د جوړولو هڅه کوي
ښاغل لاوروف داعش د افغانستان شمال کې د مرکز د جوړولو هڅه کوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي چې د داعش د افغانستان په شمال کې د اډې په جوړولو هڅه کوي، چې د منځنۍ آسیا هیوادونو ته لار او نفوذ وکړي.

ښاغلي لاوروف له خپل هندي سیال سوبرا مانیام جایشانکا سره یې د چهارشنبې په ورځ (وږي/سنبلې ۶مه- اګست۲۹) په مسکو کې یو خبري کنفرانس کې غږېده.

هغه وویل د یو شمیر لاملونو په سبب لکه په عراق، لیبیا او سوریې کې جګړې، چې د امریکا او ملګرو له خوا یې پیل شوي دي، "په ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول افغانستان کې د اسلامي دولت -داعش- حضور پراخ کیږي".

د ښاغلي لاوروف پر وینا، داعش هڅه کوي چې د افغانستان په شمال کې ځای پر ځای شي او له هغه ځای څخه، په منځنۍ آسیا کې د روسیې د ملګرو هیوادونو خاورې ته د نفوذ موندلو پلان طرحه کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې تړاو د خپرو شویو رپوټونو په اړه اندېښنه ښودلې او لویدیځ هیوادونه یې په افغانستان کې له تروریستي ډلو سره د مبارزې په برخه کې په دوه‌ ګوني چلند تورن کړي دي.

ښاغلي لاوروف زیاته کړه: "زه اوس جزئیات نه وړاندې کوم، خو د دې موضوع په اړه له اړوندو هیوادونو سره غږېږم". دا لومړی ځل نه دی، چې روسیه په افغانستان کې په ځانګړي ډول د دغه هیواد په شمال کې د داعش ډلې پر فعالیتونو اندېښنه ښيي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په دغه هیواد کې د داعش ډلې ځواک له منځه تللی دی.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "هره تروریستي ډله چې د افغانستان د درې رنګه بیرغ، د افغانستان د خلکو او د افغانستان د حکومت په وړاندې ودرېږي، هغه زموږ دښمنه ده او پر ضد یې مبارزه کوو".

د ښاغلي رحیمي په وینا د افغان ځواکونو استخباراتي او عملیاتي وړتیا اوس داسې کچې ته رسیدلې ده چې هره تروریستي ډله ځپلی شي.

له دې وړاندې د افغانستان جمهوري ریاست او د ملي امنیت شورا د داعش ډله نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ بللی او په دې اړه یې اندېښنه ښودلې.

XS
SM
MD
LG