د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي جنرال: عربستان باندې ویشتل شوی میزایل په ایران کې جوړ شوی


د امریکا د متحده ایالاتو یو لوړپوړي پوځي مقام د جمعمې په ورځ وویل هغه بالستیک میزایل چې تیره اونۍ یاغیانو د ریاض پر نړیوال هوایي ډگر توغولی و د ایران له لورې ورکړل شوی و.

امریکایي جنرال جیفري هریجیان، چې په قطر کې د امریکا رد متحده ایالاتو د ځواکونو د څارنې مسؤل دی په دوبۍ کې په یو خبري کنفرانس کې وویل ویشتل شوي بالیستیک میزایل "ایراني ټاپه" درلوده.

خو ښاغلي هریجیان د میزایل د ځانگړتیاو په اړه څه ونه ویل.

جنرال هریجیان همداشان ویلي دي چې امریکایي مقامات په څیړنو بوخت دي چې معلومه شي دغه بالیستیک میزایل څنگه یمن ته قاچاق او حوثي یاغیانو ته رسیدلی دی.

په اوسني حال کې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف د یمن په لور ټولې هوایي، ځمکنۍ او سمندري لارې تړلي دي.

د ریاض پر هوایي ډگر باندې د نوامبر په څلورمه د بالیستیک میزایل له ویشتلو وروسته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر، وویل چې څیړونکي د میزایل هغه ټوټې څیړي چې د هغه په جوړښت کې "د ایران د رژیم نقش" ښیي. خو ښاغلي الجبیر په دې هکله نور جزییات ور نکړل.

له دې سربیره تیره اونۍ د فرانسې جمهور رئیس امانوئل مکرون، ویلي وو چې پر سعودي عربستان باندې توغول شوی میزایل په ایران کې جوړ شوی دی.

واشنګټن او قاهرې هم د چهارشنبې په ورځ تهران په دې تورن کړ چې په یمن کې حوثي یاغیانو ته د بالستیک میزایلو په ګډون پرمختللې وسلې برابروي.

سعودي عربستان پر ایران تور لگولی چې حوثي یاغیانو ته یې د هغه بالستیک میزایل په گډون وسلې ورکړي چې د ریاض پر هوایي ډگر یې توغولي وو.

د سپینې ماڼۍ اعلامیه وایي امریکا د ایران د حکومت کړنې غندي او د سعودي عربستان او د خلیج د نورو شریکانو سره یو ځای د ایران د یرغل او د نړیوال قانون نه د هغه هیواد د "څرگند" تیریو پر وړاندې ولاړ دی.

سپینې ماڼۍ ویلي چې د کورنۍ جگړې دمخه په یمن کې د میزایلو سیستم نه و او تور لگوي چې دغه میزایل ایران حوثي یاغیانو ته ورکړي دي. په اعلامیه کې همدا شان د ملگرو ملتونو نه غوښتل شوي چې ټول شواهد وڅیړي.

د افغانستان جمهوري ریاست هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر سعودي عربستان باندې د بالستیک میزایلو برید سخت غندلی دی.

XS
SM
MD
LG