د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي وایي د ایران د مداخلې د وجې په یمن کې سوله نه راځي


د سعودي د بهرنو چارو وزیر
د سعودي د بهرنو چارو وزیر

د سعودي عربستان د بهرنو چارو وزیر وایي چې د ایران په یمن کې پارونکي او د تشدد ستراتیژي د یمن د بحران د حل د لارې خنډ دی.

په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونه د حوثي یاغیانو په ضد جنگیږي. ایران د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي.

د سعودي عربستان د بهرنو چارو وزیر عبدالجبیر په ایران تور ولگاوه چې په یمن کې مداخله کوي او شیعه حوثي یاغیانو له وسلې ورکوي چې د یمن د حکومت په ضد جنگ وکړي.

ښاغلي الجبیر د ائتلافي ملکونو د بهرنو چارو د وزیرانو په یوې غونډې کې وویل "ایران حوثي یاغیانو او د یمن د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ملاتړو ته وسلې ورکوي. ایران په یمن کې د سولې او د خبرو کوښښونه ناکاموي."

الجبیر په ایران دا تور هم ولگاوه چې د یمن د خلکو په مشکلاتو کې یې زیاتوالې راوستی دی او د هغه ملک د خلکو د کړاونو او د ځوریدلو سبب شویدی. هغه وویل چې دا اوس په یمن کې په ملینونو اوسیدونکو ته خوراکي شیان نه رسیږي او هم داسې ۴ ملیونه ماشومان ښوونځیو ته نشي تللی.

د یادونې وړ ده چې په یمن کې د تیرو څلورو کلونو نه کورنی جنگ ادامه لري. دغه خونړۍ شخړې د هغې وخت راهیسې شروع شویدي چې د ایران په ملاتړ حوثي یاغیانو په ٢٠١۴ کال کې د یمن په پایه تخت سنا یرغل وکړ او د هغه ملک ولسمشر عبدالرب منصور یې د قدرت نه لیرې کړ.

XS
SM
MD
LG