د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي ۱۱ شهزادګان د فساد په تور نیول شوي


د سعودي ۱۱ شهزادګانو او لسګونه نور مخکني چارواکي د فساد په تور توقیف شوي دي
د سعودي ۱۱ شهزادګانو او لسګونه نور مخکني چارواکي د فساد په تور توقیف شوي دي

د سعودي عربستان حکومت ۱۱ شهزادگان او ٣٨ پخواني وزیران، مرستیالان او سوداګران توقیف شوي دي.

دا لومړی ځل بلل کیږي چې په دومره شمېر کې شهزادګان او لوړپوړي چارواکي د فساد په تورن نیول کیږي، لا د هغوې د فساد په اړه نور جزییات رادبره شوي نه دي.

د سعودي عربستانپاچا سلمان د سعودي عربستان د ملي گارد مشر شهزاده متعب بن عبدالله هم له خپل مقام نه لېری کړ او په ځای ېې بل څوک ټاکلی دی. یو وخت داسې فکر کېده چې شاید متعب بن عبدالله د پاچا ځای ناستی شي.

داسې ویل کیږي چې پاچا سلمان غواړي له دې لارې خپل واک او مقام نور هم ټېنګ او ثابت کړي. د سمندری قواو رئیس او د اقتصاد وزیران هم له خپلو مقامونو نه لېرې شوې دی.

د سعودی عربستان د العربیه خبری چینل راپور ورکړی چې دغه شهزادگان او پخواني وزیران د شنبی په ورځ ( نومبر پنځمه) ناوخته د اداري فساد خلاف اقداماتو او تحقیقاتو په ترڅ کې ونیول شول.

د سعودي عربستان پیاوړي ولیعهد شهزاد محمد بن سلمان د دغې ادارې مشر دی. په توقیف شویو کسانو تر ټولو مشهور شخص ملیاردر شهزاده الولید بن طلال دی.

شهزاده طلال د منځني ختیځ د سترو بډایانو په ډلې کې راځي. هغه په ټویټر، اپل او د روپرت مرډاک په کمپینو کې پانگونه کړې ده. پردی سربیره د شهزاده الولید پانگه په سټي گروپ او د فورسیزن هوټلونو په کاروبار کې هم لگول شوېده.

د شهزاده الولید د کمپنۍ ( کنگډم هولډنگ کو) کې یو جگپوړي مامور اسوشتډ پریس ته وویل چی شهزاده الولید د شنبی په شپه ونیول شو. دغه مامور خپل نوم څرگند نکړ خو ویې ویل چې د امنیتی مقاماتو څو تنو هغه ته ټیلیفون وکړ او له دغې پېښې نه یې خبر کړ.

شهزاده الولید په سعودی عربستان کې د نورو پهنسبت د ښځو د حقوقو زیاته پلوي کوي. په دې توقیفونو کې د وفات شوي پاچا عبدالله دوه زامن هم شامل دي.

په همدې حال کې سپینه ماڼۍ وايي ولسمشر ټرمپ له پاچا سلمان سره خبرې کړي دي او هغه یې ستایل چې سعودي مودرن کوي. خو د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي نه دي چې ولسمشر ټرمپ د شهزادګانو د نیولو په اړه هم غږیدېل کنه؟

حکومت رسنیو دغه کار ستایلی دی او وايی چی دا اقدامات په اصلاحالاتو کې د ولیعهد محمد بن سلمان جدیت څرگندوي.

XS
SM
MD
LG