د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: طالبانو په میدان وردګو کې پنځه ملکیان تښتولي


د میدان وردګو سیمه‌ییز چارواکي وايي چې طالبانو د کابل - بامیان د دویم نمبر لویې لارې په اوږدو کې د میدان وردګو په ملاخیل سیمه کې پنځه مسافر تښتولي دي.

د میدان وردګ د پولیسو ویاند محمد هوفیاني د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۲ (غويی دویمه) امریکا غږ ته وویل چې دغه مسافر په یو فرونر موټر کې سپاره وو او تیره ورځ ناوخته کله چې د جلریز له ولسوالۍ څخه میدان ښار ته تلل، تښتول شوي دي.

ښاغلي هوفیاني زیاته کړه: "دوی (پنځه مسافر) د طالبانو د یو قوماندان ملا عبدالرحمن د ډلې اړوند کسانو تښتولي دي".

د میدان وردګ د پولیسو ویاند وویل چې ټول تښتول شوي کسان ملکي وګړي دي او طالبانو تیره شپه له ځان سره د دغه ولایت نرخ ولسوالۍ ته بیولي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په عین حال کې د میدان وردګو د ولایتي شورا یو شمېر غړي په دغه ولایت کې د څو پولیسو د سر د پرېکېدو خبر ورکړی دی.

د میدان وردګو د ولایتي شورا یو غړي احمد جعفري د دې خبر په تائیدولو سره وویل: "تیره ورځ ناوخته د پولیسو پنځه سرتیري چې د خواجه محمد له پوستې څخه طالبانو ته تسلیم شوي وو، د طالبانو ډلې د غړو له خوا یې سرونه غوڅ شوي دي".

خو د میدان وردګو پولیس وايي چې په دې اړه کره معلومات تراوسه نه دي ترلاسه شوي.

جلریز چې د کابل – بامیان د دویم نمبر لویې لارې په اوږدو کې پرته ده د میدان وردګو یو له ناامنو ولسوالیو څخه ګڼل کېږي او طالبان په کې پراخ حضور لري.

XS
SM
MD
LG