د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ باندې پراخ بریدونه کړي


افغان چارواکي وايي چې تېره شپه طالبانو له څو اړخونو څخه د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ باندې بریدونه کړي او لا هم په سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند د چهارشنبې په ورځ د مې ۱۹ (غوايي ۲۹) امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو د بریدونو له زیاتوالي وروسته په سیمه کې پولیسو له خپلو پوستو شاته تګ کړی دی.

که څه هم ښاغلي مومند وویل چې د جلریز ولسوالۍ په مرکز باندې د طالبانو بریدونه په شا تمول شوي دي، خو د میدان وردګو ولایتي شورا وايي چې اوس هم په سیمه کې د دواړو لورو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د دغې شورا غړي شریف‌الله هوتک وویل چې د جلریز ولسوالۍ مرکز د طالبانو له خوا کلابند شوی او که چارواکي پاملرنه ونکړي طالبان به دغه ولسوالۍ ونیسي.

هغه زیاته کړه: "د اهنګرانو پوسته، د اعظم پوسته او د خروټو پوسته طالبانو نیولې ده او امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ ژوبله هم اوښتې ده. طالبان هڅه کوي چې د ولسوالۍ مرکز ونیسي، خو تراوسه بریالي شوي نه دي".

طالبانو ته د درنې مرګ‌ ژوبلې اړولو ادعا

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۲۵۱ طالب جنګیالي له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي او ۱۹۳ نور ټپیان دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان امریکا غږ ته وویل چې دغه شمېر طالب جنګیالیو ته په لوګر، زابل، کندهار، ارزګان، فراه، هرات، سرپل، نیمروز، کندز، هلمند او بغلان ولایتونو کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي امان زیاته کړه چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو یو شمیر قوماندانان هم شامل دي.

د افغانستان امنیتي چارواکو په دغو نښتو کې افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې خو طالبانو دغو ځواکونو ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

XS
SM
MD
LG