د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت شورا: طالبانو چور ته زمینه برابره کړې


عکس ( ارشیف)
عکس ( ارشیف)

د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د دولتي تاسیساتو له ویجاړېدو وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې دغه ډله د عامه نظم ګډوډولو او چور ته زمینه برابروي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ د سې‌ شنبې په ورځ د مې ۱۸ (غوايي ۲۸) په خپل ټویټر کې لیکلي چې د طالبانو ټول تمرکز په جګړه دی او زیاته کړې یې ده "(طالبان) په خپل ټول توان هڅه کوي چې ځينې ساحې د نيولو په نامه تخريب، خلک کډو ته مجبور، عامه نظم اخلال او چور ته زمینه برابره کړي".

ښاغلي اندړ ویلي چې طالبان پر "ولسي او ملکي اهدافو فشار د دې لپاره واردوي" چې ځانونه قوي وښیي او پر خلکو باندې د بدې ورځې مسولیت پر حکومت واچوي.

همداشان د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند ویلي چې طالبان له تروريستي ګروپونو سره ايډيالوژيکي او اقتصادي اړيکې لري او د دوی تر منځ "واقعي پرېکون سخت دی".

هغه ټینګار کړی چې: "د طالبانو په ليکو کې اوس هم بهرني اتباع عملاً په جګړه کې دخيل دي چې وخت پر وخت يې هويتونه برملا شوي دي، له همدې امله د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړه بیا و ارزول شوه".

له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمدضیاء سراج هم ویلي وو چې طالبان په افغانستان کې ۲۰ تروریستي ډلې رهبري کوي.

د ښاغلي سراج په وینا هېڅ تروریستي ډله د طالبانو له همکارۍ پرته په افغانستان کې فعالیت نشي کولی.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې یې په خپلو لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو حضور رد کړی و.

XS
SM
MD
LG