د لاس رسي وړ اتصالات

تخار کې طالبانو د ملي اردو سرتیرو ته مرګ‌ژوبله اړولې


چارواکو د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې، په پُل مومن پوځي بیز باندې د وسله‌والو طالبانو د برید له امله افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه ضد او نقیضې شمیرې وړاندې کړې دي.

د تخار ولایت د والي ویاند سنت الله تیمور امریکاغږ ته وویل چې تیره شپه وسله والو طالبانو ددغه ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د پل مومن پر بیز چې د دشت ارچي او خواجه غار تر منځ د دروازې حیثیت لري، برید کړی او د ملي اردو ۲۹ تنه سرتیري یې وژلي دي.

هغه وايي چې په دغه جګړه کې ۱۷ تنه نور سرتیري ټپیان شوي هم دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي په دغه برید کې د ملي اردو عسکرو مرګ‌ژوله تائیدوي، خو وايي چې د برید پر مهال ۱۵ افغان سرتیري وژل شوي او ۱۳ ټپیان شوي دي.

ښاغلي رضايي امریکا غږ – آشنا ته وویل "هلته یو برید شوی او په خواشینۍ سره د ملي اردو د امنیتي ځواکونو ۱۵ منسوبین شهیدانشوي، ۱۳ تنه ټپیان شوي، خو په مقابل کې دښمن هم ډير درانه تلفات لري، کومې شمیرې چې موږ ته رسیدلي له ۵۰ تنو زیات ترهګر هلته وژل شوي دي".

هغه زیاته کړه، چې اوسمهال سیمه د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې ده او په کې عملیات روان دي.

د ښاغلي رضايي پر وینا، چې افغان ځواکونو په سیمه کې درې پوستې بیرته له طالبانو څخه نیولي دي.

د تخار د والي ویاند وايي، په دغه بیز کې ټول تجهیزات، ۳ رینجر او ۳ هاموی ټانکونه طالبانو نیولي دي.

سنت الله تیمور د مخالفو وسله والو طالبانو د تلفاتو په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې د دشت ارچي له خوا تخار ته د داخلیدو دروازه چې د پل مومن بیز و خلاصه شوې ده او که خواجه غار ته د طالبانو د داخلیدو مخه ونه نیول شي کیدای شي دغه ولسوالي سقوط شي.

د تیر اختر له درې ورځني اوربند وروسته په تخار کې دا لومړۍ خونړۍ پیښه ده چې د ملي اردو ۲۹ تنه سرتیري په کې وژل کیږي او ۱۷ تنه نور ټپیان کیږي.

د خواجه غار د پل مومن په سیمه کې د ملي اردو پر پوسته د برید په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG