د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې انتخابات د اردوغان لپاره ستر ازمون


د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان
د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان

د ترکیې د جمهوري ریاست ټاکنو کاندیدان هڅه کوي د بیلابیلو پیغامنو په ورکولو سره د ترکانو پام ځانونو ته واړوي.

ټاکل شوېده جمهور رئیس رجب طیب اردوغان او د هغه سیال موحاریم انجي به د یکشنبې په ورځ (د جون په ۲۴) د جمهوري ریاست په ټاکنو کې سیالي وکړي.

خو دا ټاکنې به د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان لپاره د هغه د شپاړس کلنې کاري دورې تر ټولو سخته ازموینه وي ځکه موحاریم انجي ګڼ شمیر پلويان لري او نوموړي خپلې ټاکنیزې مبارزې آن د جمهور رئیس اردغان تر استوګڼېځای پورې غزولي دي.

ښاغلي انجي وايي :" کله چې مونږ ٨١ میلیونه وګړي په غیږ کې نیسو، نو د ښې اړخو او کیڼ اړخو، حجاب لرونکو او بې حجابو میرمنو، ترکانو او کردانو، سنیانو او الویانو ترمنځ بیلوالی نشته. دلته به یوازې ۸۱ میلیونه وگړي وي."

یوسکودار نومې ناحیه په تاریخي لحاظ د محافظه کاره اسلام پالو د اوسیدو سیمه ده چې د جمهور رئیس اردوغان لپاره خورا مهمه بلل کیږي.

بلخوا ویل کیږي د بنسټ پالو او سکیولرانو ترمنځ د سیاسي درز د رامنځ ته کیدو له امله د موحاریم انجي شهرت زیات شوی دی.

د ښاغلي انجي یو مینه وال وایي :" نوموړي د اردوغان د کور مخی ته کمپاین ورکړ، نو له دې څخه جوتیږي چې ترکیه موحاریم انجي غواړي. هیڅوک هغه تم کولای نشي. انجي به حتما د ترکیې جمهور رئیس شي."

خو مذهب پاله ترکان تل د انجي په مشرۍ جمهوریت غوښتونکي ګوند ته د شک په سترګه ګوري ځکه دا ګوند د سکیولار دولت د بنسټ ایښودونکي مصطفي کمال اتاترک له خوا جوړ شوېدی.

له بلې خوا د ترکیې د چارو څیړونکي وایي اردوغان چې د ٢٠٠٣ کال راهیسې په واک دی، د انتخاباتو په رامخکې کولو سره غواړي خپل واک نور هم ټینگ کړي تر څو د خپل گوند سخت دریځه اجنداوی په اسانۍ پلي کړي. هغه څو میاشتې مخکې د یو عمومي ریفرندم په کولو سره په ترکیه کې د جمهور رئیس واکونه زیات کړل.

خو د ترکیې د جمهوریت غوښتونکي ګوند د کاندید په اړه هم یو شمیر ترکان ښه نظر لري او وایي د سي اچ پي گوند پخوا سمه لار نشوای غوره کولای، خو د موحاریم انجي په راتګ سره یې کړنلاره روښانه شوه. هغه د ترکانو د اتحاد نظر لري او غواړي چې ترکان سره یو موټی کړي.

دا پداسې حال کې دي چې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان خبرداری ورکوي که دی د یکشنبې ورځې په انتخاباتو کې بریالی نشي نو دده د واکمنۍ پرمهال به د مذهبي حقونو ټولی لاسته راوړنې له خطر سره مخ شي.

خو انجي هڅه کوي چې د جمهور رئیس اردوغان د ویرونکي سیاست په بیانولو سره د محافظه کارانو اعتماد ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG