د لاس رسي وړ اتصالات

خوارځواکي په ۲۰۲۲ کې څه باندې یو میلیون افغان ماشومان ګواښي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د زیاتوالي په اړه اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې ممکن دغه ناروغۍ راتلوونکی کال د څه باندې یو میلیون ماشومانو ژوند واخلي.

یونیسف پرون سې شنبه ډسمبر ۲۸ (مرغومې اتمه) ناوخته پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د مور او ماشوم د مړینې مخنیوي لپاره، افغانستان تر بل هر وخت زیات بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو زیاته کړې چې اوس مهال زیاتې کورنۍ د ژمي په رارسېدو سره د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو برابرولو توانايي نلري او د دغه وضعیت دوام د افغانستان ګڼ اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

یاد صندوق ویلي چې دوی به د افغانانو او په ځانګړي ډول د ماشومانو د ژوند ژغورلو برخه کې خپلو هڅو دوام ورکړي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس ټاکل شوې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په دغه هیواد کې په خوارځواکۍ د اخته څه کم یو میلیون ماشومانو درملنه وکړي.

یونیسف ماشومانو ته لاس رسی یو جدي اړتیا بللې او په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

یاد سازمان تر دې مخکې هم په افغانستان کې په خوار ځواکۍ د اخته ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې په راتلوونکي میلادي کال کې به له هرو دوو ماشومانو څخه یو هغه به یې په خوارځواکۍ اخته وي.

ملګرو ملتونو همدارنګه ویلي و چې د کال تر وروستیو به تر پنځه کلنۍ کم عمره ۳.۲ ممکن په سختې خوارځواکۍ اخته شي.

د یونیسف د معلوماتو په اساس اوس مهال په دغه هیواد کې ۱۴ میلیون وګړي د خوړو خوندیتوب نلري او پر دغه هیواد د طالبانو په حاکمیت سره خلک له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د یوې نظر پوښتنې په اساس اوس مهال د افغانستان ۹۵ سلنه وګړي د خوړو لپاره کافي غذا نلري او په خبره یې د ډير عمر لرونکي کسان کم خواړه خوري تر څو ماشومانو ته نسبتاً کافي خواړه ورسیږي.

د دغه نظر پوښتنې په اساس یوازې د دغه هیواد پنځه سلنه وګړي مناسبو خوړو ته لاس رسی لري.

XS
SM
MD
LG