د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان تر فشار لاندې دي چې د سولې بهیر کې ورګډ شي- متیس


جیمز متیس له طالبانو سره د امریکايي چارواکو د مخامخ خبرو په اړه جزیات ورنکړل
جیمز متیس له طالبانو سره د امریکايي چارواکو د مخامخ خبرو په اړه جزیات ورنکړل

د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر جیمز متیس وایي د جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ تګلاره اغیزناکه وه او طالبان تر بل هر وخت اوس تر ډېر فشار لاندې دي چې د سولې په بهیر کې شامل شي.

ښاغلی متیس مني چې د مذاکراتو میز ته د طالبانو کېنول لا ډېر وخت غواړي خووايي چې د افغانستان د جنګ ختمولو لپاره د سولې خبرې اترې روانې دي.

نوموړي د سه شنبې په ورځ ناوخته (اګست۷) د امریکا دفاع په وزارت کې خبریالانو سره خبرې کولې. هغه له طالبانو سره د امریکايي چارواکو د مخامخ خبرو په اړه جزیات ورنکړل.

ښاغلي متیس "افغانان د سولې هلې ځلې کوي او د همدوی په مشرۍ کیږي. موږ په ناټو کې د خپلو ایتلافیانو سره په ګډه له افغانانو سره کار کوو چې جنګ ختم شي. د امریکا نوې تګلارې طالبان مجبور کړي چې د ولسمشر غني د سولې په اعلان شوي بهیر کې ورګډ شي".

ښاغلي متیس د افغانستان ستونزه یوه سیمه ایزه ستونزه وبلله او ویې ویل چې امریکا دغه ټکي ته په پام سره خپله تګلاره د سیمې په کچه جوړه کړه.

خو نوموړي دا ونه ویل چې د سیمې کوم هېوادونه افغانستان ته ډېر ګواښ او خطر پېښوي، مګر یو شمېر افغان او امریکايي چارواکي پاکستان تورنوي چې په خپلې خاورې کې یې طالبانو او نورو اورپکو ته ځای ورکړی، هغوی روزي پالي او افغانستان ته یې د جنګ لپاره استوي. دا هغه څه دي چې پاکستان یې نه مني.

XS
SM
MD
LG