د لاس رسي وړ اتصالات

القاعده د ایران په مرسته افغانستان ته جنګیالي استوي- امریکا


د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د تروریزم په اړه په خپل تازه رپوټ کې د ۲۰۱۸ کال د ترهگریزو فعالیتونو په اړه راپور خپور کړی دی.

په راپور کې په افغانستان، سوریه، عراق او د نړۍ په نورو برخو کې د ترهګرو سازمانونو د ځپلو، د بریدونو، فعالیتونو، د یو شمېر هېوادنو له لورې د هغوی د ملاتړ، او د دغو تروریستي ډلو پر ضد د نړیوال ایتلاف او اتحاد په اړه خبرې شوي دي.

په راپور کې ایران تورن شوی دی چې لا هم په خپلې خاورې کې د القاعده ډلې ته پناه ځای ورکوي. راپور وايي: "تهران لا هم د القاعده شبکې یو پناه ځای ته اجازه ورکړې چې هلته فعالیت وکړي. دغه شبکه د افغانستان او سوریې جنګي سیمو ته پېسې او جګړه ماران استوي. ایران په خپلې خاورې کې د القاعده ډلې د غړو د پناه ځایونو ساتلو ته دوام ورکړی دی."

راپور وايي سره له دې چې د القاعده ډلې مشرتابه دړې وړې شوې، خو بیا هم د دغې ډلې ځینې څانګې او غړي د هند په نیمه وچه کې فعالیت کوي.

په راپور کې په مشخص ډول ندي ویل شوي چې د القاعده ډلې د ایران په کومه سیمه کې دا پناه ځای لري او تېرکال یې څومره مالي امکانات او جګړه ماران افغانستان ته استولي دي.

د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن له وژلو وروسته ایمن الظواهري د دغې ډلې مشري واخیسته او معلومه نه ده چې هغه چېرته دی.

په راپور کې همدغه راز په افغانستان کې د داعش، طالبانو او حقاني شبکې د خونړیو بریدونو یادونه هم شوې ده چې ګڼ ولسي افغانان په کې وژل شوي دي. په کابل کې د حقاني شبکې د تېرکال د جنورۍ د میاشتې موټر بمب برید یاد شوی چې په کې شاوخوا ۱۰۰ تنه ووژل شول او همدغه راز پر یو هوټل د طالبانو د برید یادونه هم شوې ده چې شاوخوا ۲۲ تنه کې په کې ووژل شول.

وايي تېرکال په افغانستان کې د داعش ډلې پر ضد د افغان اونړیوالو ځوکونو ګډو عملیاتو دا ډله وځپله او محدوده کړه، خو بیا یې هم ځینې خونړي بریدونه وکړل.

له طالبانو سره د سولې خبرې هم یادې شوې او ویل شوي دي چې دواړو افغان حکومت او طالبانو تېرکال د یو سیاسي جوړجاړي پر لوري ګام واخیست.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې همدغه راز په عراق او سوریه کې د داعش (خلافت) د ړنګولو یادونه هم شوې ده او ویل شوي چې د داعش ډلې خلاف جنګ کې په دغو هېوادونو کې شاوخوا ۷.۷ میلیونه انسانان د داعش له بریدونو او فعالیتونو څخه خوندي شوي دي.

داعش په عراق او سوریه کې ډېر فعال و چې څو ورځې مخکې یې مشر او د مشر ویاند ووژل شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هرکال د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې راپور خپروي.

XS
SM
MD
LG