د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د یو بس د چپه کېدو له کبله ۲۳ تنه مړه شوي 


راپورونه وايي چې بس د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله چپه شوی
راپورونه وايي چې بس د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله چپه شوی

په پاکستان کې چارواکي وايي یو مسافر وړونکی بس چپه شوی او لږ تر ترلږه ۲۳ تنه په کې مړه شوي دي.

په پېښه کې ۴۰ تنه نور ژوبل شوي هم دي.

دا پېښه نن جمعه جون ۱۱ (غبرګولي ۲۱) د بلوچستان ایالت د «خضدار» په ولسوالۍ کې شوې ده.

راپورونه وايي چې بس د موټر چلوونکي د بې غورۍ او بې احتیاطۍ له کبله چپه شوی دی.

مړه شوي او زخمیان په بلوچستان کې د یو «صوفي» زیارت ته تللي او بېرته سند ته په لار وو چې دا پېښه وشوه.

د خضدار د ولسوالۍ مرستیال کمېشنر بشیر احمد ویلي دي‌ چې په بس کې له حده زیات کسان سپاره وو او ځینې مسافر د بس د پاسه ناست وو.

هغه اسوشیتډپرس ته ویلي دي‌ چې د بس ټول سپاره یا مړه شوي او یا زخمي شوي دي.

دا پېښه داسې مهال کیږي چې څو ورځې مخکې په پاکستان د دوو اوګارډو د ټکر په پېښه کې شاوخوا ۱۰۰ تنه مړه شول او سلګونه نور ژوبل شول.

XS
SM
MD
LG