د لاس رسي وړ اتصالات

د کوټې د سکرو ډبرو په کان کې افغان کاریګر مړه شوي


پاکستاني چارواکي وايي مړه شوي کاریګر د افغانستان د وردګو ولایت دي
پاکستاني چارواکي وايي مړه شوي کاریګر د افغانستان د وردګو ولایت دي

د بلوچستان ایالت د کوټه د سکرو ډبرو په یوکان د اور لګېدو له کبله شاوخوا نهه کاریګر مړه شوي دي چې ټول یې افغانان دي.

پاکستاني مطبوعات وايي چې په کان کې ۱۱ کاریګر ګیر پاتې وو چې اته تنه یې په کان کې دننه مړه شوي او یو یې روغتون ته په لار مړه شوی او دوه نور یې ژغورل شوي دي.

د ډیوې راډیو په بلوچستان کې د طبیعي پېښو سره د مبارزې (پي ډي ام اې) له مشر عمران زدکون له خولې لیکلي دي چې پېښه د کوټې د ډېګاري په سیمه کې شوې ده او لس کاریګر په کې مړه شوي دي.

وايي ځايي خلکو او کاریګرو له شاوخوا ۴۰ ساعتونو وروسته په کان کې د کېر شویو څلورو کاریګرو مړي وویستلي.

سیمه ایز چارواکي وایي چې مړه شوي کاریګر د افغانستان د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي دي، خو لا یې نومونه ښکاره شوي نه دي.

په کوم کان کې چې پېښه شوې ھغه څلور نيم زرہ فوټه په ځمکه کې دننه دی. د خواریکښو د اتحادې مشر سلطان لالا ويلي دي چې د پېښې ذمه وار حکومت او د سکرو د کان مالک دی.

نوموړي وویل چې په روان کال کې۸۲ کاریګر د سکرو په کانونو کې مړ‎ہ شوي او په سلګونو ټپیان شوي دي.

دغه افغان کارګر د یکشنبې ورځې راهیسې په دغه کان کې بند پاتې و. په بلوچستان کې د پاکستان د کانونو وزارت یوه چارواکي شفقت فیاض ویلي چې د بند پاتې کسانو د ژغورلو لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخلي.

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان د ډبرو سکرو په کان کې د افغان کارګرو د وژل کېدو خبر ورکول کیږي. بلکې تېر کال هم د کوټې د دوکې ولسوالۍ په څماولنګ سیمه کې د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنې له امله څلور افغان کان کیندونکي مړه شويو وو.

د بلوچستان په اتو ضلعو کوټه، هرنايي، بولان، لورلايي، ډهاډر، کوهلو، قلات او نوروسيمو کي ۲۵۰۰ راجسټر او تر۵۰۰۰ زیات نور کانونه په غیر قانوني توګه سپړل کیږي.

XS
SM
MD
LG