د لاس رسي وړ اتصالات

د بلوچستان د سکرو کان کې چاودنې څلور افغانان ووژل


وژل شوي څلور واړه افغانان د یوې کورنۍ غړي دي
وژل شوي څلور واړه افغانان د یوې کورنۍ غړي دي

د پاکستان په بلوچستان کې چارواکي وایي چې د دوکې ولسوالۍ په څماولنګ کې د سکرو د ډبرو د دکان د چاودنې ټول وژل شوي افغانان دي.

د بلوچستان د معدنونو د څانګي مشر افتخاراحمد وايي چي د کوئلي په کان کي مزدوران په کیندنو بوخت وو چي د ګازو زوره وره چا ودنه وشوه.

وايي له چاودنې وروسته په کان کې اور ولګېده، څلور تنه یې ووژل او یو یې ژوبل کړ. وژل شوي څلور واړه د یوې کورنۍ غړ دي.

د کوئلي د مزدورکاره خلګو د سازمان مشر بخت نواب يوسفزي وويل په دغو کانونو چې کوم کسان کار کوي له حکومت سره ثبت نه دي.

د بلوچستان د معدنونو د څانګي مشر افتخاراحمد وايي چي د بلوچستان په صوبه کې تېر کال تر ۹۰ زيات کسان په کانونو کې په دا ډول چاودنو کې وژل شوي دي.

د بلوچستان په اتو ضلعو کوټه، هرنايي، بولان، لورلايي، ډهاډر، کوهلو، قلات او نوروسيمو کي ۲۵۰۰ راجسټر او تر۵۰۰۰ زیات نور کانونه په غیر قانوني توګه سپړل کیږي.

چارواکي وايي شاوخوا ۱۳۰۰۰۰ کسان په دغو کانونو کې کار کوي چې زیاتره یې د خیبرپښتونخوا اوسېدونکي دي.

XS
SM
MD
LG