د لاس رسي وړ اتصالات

ډنمارک پر حجاب بندیز ولګوه


د ډنمارک مرکز کوپنهاگن ښار د ٢٠١٨ کال د جولای ٢٦
د ډنمارک مرکز کوپنهاگن ښار د ٢٠١٨ کال د جولای ٢٦

د ډنمارک پارلمان د مۍ په میاشت کې پریکړه وکړه چې د اگست د میاشتې له لومړۍ نیټې نه پدې هیواد کې په عام محضر کې حجاب اغوستل بند دي.

پدې پریکړې سره ډنمارک د فرانسې او څو نورو هیوادونو سره یوځای شو. ددغو هیوادونو یو شمیر سیاستوال په دې باور دي چې حجاب د سیکولر او دموکراتیکو ارزښتونو سره ډډه نه لگوي.

په ډنمارک کې نن چهارشنبه (اگست ١) د پارلمان د پریکړې پر ضد یو شمیر حجاب لرونکې مسلمانې ښځې او نجونې مظاهره کوي او یو شمیر ډنمارکیان یې هم ننګه کوي.

دغه نوی قانون پولیسو ته اجازه ورکوي چې ښځو ته د حجاب د لرې کولو امر وکړي او یا هم هغوی د عامه ځایونو نه منع کړي.

د ډنمارک د عدلیې وزیر پاپ پاولسن وایي چې پولیسو ته امر شوی چې حجاب اغوستونکې جریمه کړي او ورته ووایي چې گور ته لاړې شي.

ددغه قانون له مخې که یوه میرمن لومړی ځل د حجاب سره ولیدل شي ١٦٠ ډالره جریمه کیږي او که دغه کار څلور ځلې تکرار شي جریمه تر ١٠٠٠٠ کرونو پورې رسیږي چې ١٦٠٠ ډالره کیږي.

له حجاب څخه هدف هغه حجاب دی چې ښځې په کې سر ترپایه پټې وې او یوازې یې سترګې ښکاري.

د اروپا نور هېوادونه او پر حجاب بندیز

د اروپا په زیات شمیر هیوادونو کې د حجاب پر مسله په دې وروستیو کې بحثونه رامنځ ته شوي دي.

په فرانسه کې چې د اروپا د نورو هیوادونو په پرتله په کې زیات شمیر مسلمانان اوسیږي – شاوخوا پنځه میلیونه – په ٢٠١٠ کال کې یې نقاب بند کړی دی.

د جرمني د صدراعظمې انگلا مرکل محافظه کاره گوند او متحدینو یې هم دوه کاله مخکې موافقه کړې وه چې ښځې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې او همداشان د موټر چلولو پر وخت حجاب نه نکوي او مخ دې نه پټوي.

د جرمني پارلمان د ٢٠١٧ کال په اپریل کې د حکومت په هغې وړاندیز شوې لایحې موافقه وکړه چې ملکي مامورین، قاضیان او عسکر دې د وظیفې په وخت حجاب نه کوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې حجاب په ټولنه کې د مدغم کیدو مخنیوی کوي. د سوسیال دموکرات گوند غړې د جرمني د کار او کارگرانو وزیرې اندریا ناهلیس هم ویلي دي چې دا کار کیدای شي په ټولنه کې د مهاجرینو د ادغام په وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي.

یوه څیړنه چې په ٢٠٠٩ کال کې د مهاجرت او کډوالو فدرالي ادارې ترسره کړې ښیي چې په جرمني کې د ټولو مسلمانو ښځو له دریو نه دوه برخې حتی ټکری هم نه پر سر کوي.

XS
SM
MD
LG