د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې یو پنځه کلن ماشوم پولیو وهلی


په هلمند ولایت کې د پولیو د نوې پیښې په ثبت سره په افغانستان کې په روان کال کې د پولیو د پیښو شمیر دوو ته ورسیده.
په هلمند ولایت کې د پولیو د نوې پیښې په ثبت سره په افغانستان کې په روان کال کې د پولیو د پیښو شمیر دوو ته ورسیده.

د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امر ډاکټر عبدالاحد حازم امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې پولیو وهلی ماشوم نږدې پنځه کاله عمر لري چې د نوزاد ولسوالۍ د با رانګ میرحمزه په سیمې کې ژوند کوي.

ډاکټر حازم زیاتوي، چې دغه پولیو وهلي ماشوم په تیرو نږدې پنځه کلونو کې اوه ځلې واکسین اخیستی، خو لا دا څرګنده نه ده چې هغه څنګه پدې ناروغۍ اخته شوی دی.

ډاکټر حازم وویل "لا هم پوره معلومات را رسیدلي نه دي چې دا ماشوم څه ډول او له کوم ځایه د پولیو په ویروس اخته شوی دی، دا به له څیړنو وروسته معلومه شي. "

روغیتایې چارواکي وایي، چې د دغه ماشوم لابراتواري معاینات تېر ماښام دوی ته رسیدلي او څیړنې روانې دي، چې د دغه ماشوم کورنۍ خو به کومې بلې سیمې ته سفر کړی و او که نه؟.

سیمه ایز روغتیایي چارواکي اندیښنه لري، چې اوس هم په سیمه کې د پولیو ویروس د ماشومانو روغتیا ته یو جدي ګواښ دی.

د هلمند روغتیایي چارواکي له کورنیو غواړي چې په دې برخه کې ور سره همکاري وکړي.

هلمند د افغانستان یو له نا امنه ولایتونو څخه کڼل کیږي چې په تېر میلادي کال کې یې هم د دغه ولایت د خانشین او ګرشک په ولسوالیو کې کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

دا په روان ۲۰۱۶ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو دویمه مثبته پېښه ده او روان ۱۳۹۵ لمریز کال کې لومړۍ پیښه ده چې د هلمند په ناامنه ولایت کې ثبت شوې ده.

د پولیو بله پیښه د افغانستان په ختیځ کې د کونړ په ولایت کې ثبت شوې ده.

تېر میلادي کال په ټول افغانستان کې د پولیو شل مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

سره له دې چې سیمه ایز روغتیایې چارواکي د هلمند ولایت ټولو سیمو ته د واکسین د رسولو ډاډ ورکوي، خوپه دې ولایت کې روانې جګړې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیمې د اوسیدونکو تګ راتګ او ناسم باورونه د دې لامل شوي چې لا هم د پولیو ویروس په دغه ولایت کې په بشپړه توګه له منخه لاړ نه شي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG