د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي وزيرستان کې وسله والو د ځايي بانک مشر وژلی دی


روان ۲۰۲۴ کې په شمالي وزیرستان کې تر دې دمه ۳۲ هدفي بريدونه شوي چې پکې یوشمېر ولسي مشران، مدني فعالان، سیاستوال، دیني عالمان او حکومتي او امنيتي کارکوونکي پکې وژل شوي دي.
روان ۲۰۲۴ کې په شمالي وزیرستان کې تر دې دمه ۳۲ هدفي بريدونه شوي چې پکې یوشمېر ولسي مشران، مدني فعالان، سیاستوال، دیني عالمان او حکومتي او امنيتي کارکوونکي پکې وژل شوي دي.

د خيبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان کې د سپتمبر پر ۱۸ (وږي ۲۸) ماښام مهال ناپیژاندو وسلوالو د ميرامشا د نېشنل بانک د څانګې مشر وژلی دی.

د شمالي وزيرستان چارواکو رسنيو ته ويلي چې اکبر زمان له خپلو څلورو ملګرو سره يو ځای په موټر کې له ميرامشا څخه د بنو پر لور روان وو چې په ميرعلي کې پر موټر سايکل سپرو وسله والو ډزې ورباندې وکړې.

چارواکي زياتوي، له هغه وروسته اکبر زمان د ځان ژغورلو لپاره نېږدې کروندې ته منډه کړه چې وسله والو تعقيب کړ، ويې واژه او وروسته وتښتېدل.

د چارواکو په وينا د هغه پاتې څلور ملګري په يو نېږدې کور کې پټ شول او وژغورل شول.

پر اکبر زمان د بريد مسوليت لا چا نه دی منلی، خو ځايي پوليس وايي چې د ناپیژاندو وسله والو پر ضد يې د هغه د وژنې قضيه درج کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په خيبر پښتونخوا، په ځانګړې توګه په شمالي وزيرستان کې له وروستيو څو کلونو راهيسې هدفي بريدونه روان دي.

روان ۲۰۲۴ کې په شمالي وزیرستان کې تر دې دمه ۳۲ هدفي بريدونه شوي چې پکې یوشمېر ولسي مشران، مدني فعالان، سیاستوال، دیني عالمان او حکومتي او امنيتي کارکوونکي پکې وژل شوي دي.

تر دې وړاندې، په ۲۰۲۳ کال کې په شمالي وزيرستان کې ۴۴ هدفي بريدونه شوي ول چې پکې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي ول.

په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ پرضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات کړي ول او شاوخوا دوه کاله وروسته یې دعوه وکړه چې سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده. په ۲۰۱۶ کال کې چې لکونه بې کوره خلک خپلو سيمو ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امنيت وو خو د ۲۰۱۸ په وروستیو کې پکې هدفي بريدونه او نورې حملې بيا پیل شوې چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې لا زیاتې شوې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG