د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار- ارزګان په لاره د پولیسو یو چارواکی ټپي شوی


افغان امنیتی چارواکي وایي چې د کندهار ارزګان په لویه لار د دریو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنخ نښتې روانې دي.
افغان امنیتی چارواکي وایي چې د کندهار ارزګان په لویه لار د دریو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنخ نښتې روانې دي.

د کندهار- ارزګان د لويې لارې د خلاصون په عملیاتو کې د کندهار د پولیسو یو لوړپوړې چارواکی ټپي شوی.

د کندهارد لویو لارو د ساتنې د پوليسو قوماندان سمونمل حاجي لالا تیره ماښام د کندهار – ارزګان د لويې لارې د خلاصون د نظامي عملیاتو پر مهال ټپي شوی دی .

نوموړي تر دې مخکې د سرحدي قواو د چټک غبرګون د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې او په کندهار کې له مشهورو نظامي قومندانانو څخه ګڼل کیږي.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ یو مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې د لویې لارې د قوماندان د سپرلۍ پر موټر له لرې واټن څخه د توپ ګولۍ لګېدلې او هغه پکښې ټپي شوی.

د کندهار د امنيې قوماندان سکرتر غورځنګ افریدي امریکاغږ ته وويل چې د لويې لارې د ساتنې د پوليسو د قوماندان روغتیايي حالت ښه دی او د امنیتي ځواکونه په ډير قوت سره د ارزګان – کندهار ترمنځ د لارې له سر څخه د امنيتي خنډونو له منځه وړلو هڅه کوي.

د کندهار – ارزګان لویه لار له تیرو دریو ورځو راهیسې د سختو نښتو شاهده ده چې له پرون مازیګر راهیسې د ځمکنیو ماینونو له کبله د موټړو تګ راتګ پرې په بشپړه توګه بند شوی دی.

پر دغه لار تیره ورځ د امنیتي ځواکونو ۲۱ امنیتي پوستې د وسله والو مخالفانو لاس ته ورغلي دي خو امنیتي چارواکي وايي چې د دغې لارې د خلاصون لپاره يې نظامي عملیات تر لاس لاندې دي.

وسله والو طالبانو ویلي چې په دغه لاره ۲۷ پرتې پوستې یې له یوې جکړې وروسته نیولي دي.

وسله والو مخالفانو د کندهار – ارزګان د لويې لاري د امنیت په اړه کومه تازه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG