د پاکستان د بلوچستان ايالت په پښتون مېشتو سيمو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په نوښت د "ولسي جرګو" په لړ کې د جنورۍ پر شپږمه او اوومه (مرغومي ۱۷ او ۱۸) په چمن کې دوه ورځنۍ جرګه وشوه چې د چمن او قلعه عبدالله سيمو سلګونو ولسي او سياسي مشرانو ګډون پکې کړی وو.
د جرګې په وروستۍ ورځ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان د حکومت مخالف شپږ ګونديزه اتحاد مشر محمود خان اڅکزي په خپله وينا کې د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د ډيورنډ کرښې د دواړو خواوو د پرتو ولسونو د اجتماعي او اقتصادي اړيکو د بيا رغولو لپاره دې له افغانستان سره خپلې لارې خلاصې کړي.
نوموړي وويل چې د پاکستان حکومت په ۲۰۰۴ کال کې د سناتور وسيم سجاد او سناتور مشاهد حسين سيد په مشرۍ کې پارلماني کمېټه جوړه کړې وه او هغوی دا سپارښتنه وکړه چې له افغانستان سره پرسرحدي لارو د وسلو او نشه یي توکو وړل قاچاق او غير قانوني کار دی، خو له دې پرته د هر ډول مالونو وړل او راوړل تجارت او قانوني کار دی.
اڅکزي زياته کړه چې پښتنو ته دې په پاکستان کې د سيال په سترګه وکتل شي او خپل حقونه دې ورکړل شي: "اخر موږ مجبوره يو، موږ او بلوڅ، يا کېدای شي سيندی هم، چې يو وخت موږ دا ووايو چې موږ په پاکستان کې نه اوسو. داسې نه ده چې پاکستان ماتوو، داسې به درته ووايو چې په دا ډول نه اوسېږو."
نوموړي يو ځل بيا غوښتنه وکړه چې هر قوم ته دې د هغوی پر ځمکو او وسايلو واک او لومړی حق ورکړل شي. د هغه په وينا د پښتنو پر خاروه چې څه طبيعي زېرمې دي، په هغوی کې دې پښتنو ته حق او ونډه ورکړل شي. اڅکزي زياته کړه چې پښتونخوا وطن له معدنو او طبیعي زېرمو ډک دی خو بيا يې هم ولس له لوږي سره مخامخ دی، چې د هغه په وينا د دې لوی لامل د پښتنو پر وسايلو د پښتنو واک نه درلودل دی.
د چمن او قلعه عبد الله دوه ورځنۍ جرګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربه توب د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د جرګو د هغې لړۍ برخه ده چې اعلان یې د ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اکتوبر پر ۲۷ (لړم ۶) په کوټه کې په خبري غونډه کې کړی وو.
نوموړي هغه مهال ویلي و چې دا جرګې د ناامنۍ او د پښتنو وسايلو او کاروبارونو ته د ورپېښو ننګونو په ګډون د پښتنو د لویو ستونزو د هواري پر لارو چارو د بحث لپاره ورغواړي.
په دې ترڅ کې لومړۍ دوه ورځنۍ جرګه د نومبر پر نهمه او لسمه (لړم ۱۹ او ۲۰) په لورالايي حوزه کې، دویمه د نومبر پر ۲۴ او ۲۵ (ليندۍ ۴ او ۵) په ژوب حوزه کې، درېيمه دوه ورځنۍ جرګه د ډسمبر پر اوومه او اتمه (ليندۍ ۱۷ او ۱۸) په سيوۍ کې او څلورمه دوه ورځنۍ جرګه د ډسمبر پر ۲۸ او ۲۹ (مرغومي ۸ او ۹) په پښين کې وشوه.
د چمن جرګې ته ولسي مشر حاجي شير جان کاکوزي وويل چې د چمن او سپين بولدک ترمنځ د دروازې خلاصېدل د دوی په لومړيتوبونو کې دي ځکه د هغه په وينا، د سيمې د ولس د کاروبار ټوله تکيه پر همدغه دروازه ده.
نوموړي زياته کړه: "زموږ د چمن د خلکو خاص مجبوري، غوښتنه او مقصد همدغه د دروازې خلاصول دي. ځکه پر دې زموږ روزګار ولاړ دی، او دا زموږ د خويندو، زموږ د لوڼو او زموږ د بچيانو د تګ راتګ لاره ده."
نوموړي دا خبره پداسې حال کې وکړه چې د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په پیل کې ویلي و چې د دغه کال د نومبر له لومړۍ څخه پر چمن او له افغانستان سره پر نورو لارو د تګ راتګ لپاره د قانوني سفري اسنادو لرل لازمي کوي او دريځ يې دا و چې دا کار د امنيت لپاره ضروري دی چې له کبله يې د دواړو غاړو سوداګري کمه شوې ده. په چمن، تورخم، وزیرستان او کورمه کې خلکو د دې قوانينو پر ضد مظاهرې او احتجاجونه کړي دي.
په چمن کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبرله ۲۳ راهيسې پرلت پيل شوی و چې څه کم يو کال يې دوام وکړ. د چمن پرلتوالو غوښتنه کوله چې حکومت دې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ويزې شرط ختم کړي، خو د پاکستان حکومت یې تر پايه غوښتنه و نه منله.
فورم \ دبحث خونه