د لاس رسي وړ اتصالات

د سپینې ماڼۍ لپاره نوې ویانده وټاکل شوه


د سپینې ماڼۍ نوې ویانده
د سپینې ماڼۍ نوې ویانده

سپېنې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ مۍ پنځمه (غوايي۱۵) اعلان وکړ چې کارین جین-پییر یې د نوې ویاندې په توګه ګمارلې ده چې رسمي دنده به یې د روانې مۍ میاشتې په ۱۳ نېټه پیلېږي.

کارین جین-پییر به د جن ساکي ځای ناستې وي. میرمن ساکي د ولسمشر جوبایډن د واکمنۍ له پیل راهېسې د سپینې ماڼۍ ویانده وه.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې د ښاغلي بایډن له خولې لیکل شوي: «کارین به د دغې سختې دندې لپاره یوازې ضروري‌ تجربه، استعداد او شهرت نه انتقالوي،‌ بلکې د امریکا د خلکو په استازیتوب به د بایډن-هریس د ادارې لپاره د اړیکو مشري هم روانه ساتي. زه او زما میرمن جیل، کارین له پخوا راهېسې پېژنو او درناوی یې کوو او هغه به یو قوي غږ وي چې زما او دغې ادارې لپاره به غږېږي.»

د سپینۍ ماڼۍ په اعلامیې کې له مخکنۍ ویاندې جن ساکي څخه د مننې تر څنګ ویل شوي دي چې هغې د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو په خونه کې د ادب، درناوي او سلیقې معیارونه ټاکلي‌ دي.

اعلامیه وايي: «غواړم چې له جن څخه د [ارتباط] د کچې د لوړولو او د امریکا د خلکو سره د مستقیم او صادقانه ارتباط له کبله مننه وکړم...‌»

میرمن ساکي په یو ټویټ کې له ولسمشر بایډن څخه مننه کړې ده چې دا فرصت یې ورته برابر کړ. هغې همدغه راز د ولسمشر د میرمنې او کورنۍ څخه هم مننه کړی ده چې د دغې دندې د ترسره کولو لپاره یې پرې باور وکړ.

نوموړې ویلي دي چې اوس د نوې ویاندې نوبت دی چې هره ورځ به د پودیم تر شا خبریالانو سره خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG