د لاس رسي وړ اتصالات

جګپوړي امریکایي چارواکي د یو سیک بیلتون غوښتونکي د ترور ادعا په هکله خبرو لپاره هند ته تللي


د متحده ایالاتو د حکومت یو لوړ پوړی پلاوی چې مشري یې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د سلاکار مرستیال جان فاینر کوي، دوشنبه ډسمبر ۴ (لیندۍ۱۳) نوې ډهلي ته رسیدلی دی.

ښاغلي فاینر تائید کړه چې هندي چارواکو د متحده ایالاتو په خاورې کې د سیکانو یو بیلتون غوښتونکي د ترور ادعا په هکله د پلټنو لپاره کمیسیون ټاکلی دی.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې راغلي چې د پلټنو دا کمیسیون به په متحده ایالاتو کې د ترور دسیسه وڅیړي او هر هغه څوک چې پکې لاس ولري، مسؤل به وبلل شي.

د متحده ایالاتو عدلیې وزارت تیره اونۍ ادعا کړې وه چې د هند حکومت یو چارواکي د امریکا په خاورې کې د یو سیک بیلتون غوښتونکي د وژلو د ناکامې دسیسې رهبري کوله.

وزارت همدارنګه په یو شخص تورونه لګولي چې ددې ترور ناکامه هڅه یې کړې.

ګورپاتوانت سینګ پانون په هند کې د سیکانو لپاره خپلواک هیواد غواړي.
ګورپاتوانت سینګ پانون په هند کې د سیکانو لپاره خپلواک هیواد غواړي.

د وژلو د دسیسې خبره پداسې حال کې کیږي، چې دوه میاشتې مخکې کاناډا د یو بل سیک بیلتون غوښتونکي د وژلو پړه د هندي استخباراتو پر غاړه اچولې ده، ۴۵ کلن هردیپ سینګ نیجار چې په هند کې د سیکانو لپاره د یو خپلواک هېواد د جوړولو لپاره مبارزه کوله، د جولای په میاشت کې د کاناډا په برېتېش کولمبیا کې د سیکانو له یو عبادتځای څخه تر وتلو وروسته په ډزو ووژل شو. د هند حکومت هغه یو "ترهګر" باله.

د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت تیره اوونۍ د هغه کس په اړه تورونه ښکاره کړل، چې د چارواکو په وینا غوښتل یې د هند د یو مقام تر لارښوونې لاندې په امریکا کې یو بیلتون غوښتونکی سیک مشر ووژني.

د هند د استخباراتو د دغه ۵۲ کلن مامور نوم نکهیل ګوپتا ښودل شوی او څارنوالانو د امریکا په خاوره کې د یو سک مشر د وژلو په توطیې کې د برخې اخیستلو له کبله تورن کړی دی.

څارنوالانو ویلي‌ چې دغه هندي مقام ګوپتا ته وار د مخه ۱۵۰۰۰ ډالر ورکړي وو او ژمنه یې کړې وه چې د سیک مشر له وژلو وروسته به ۱۰۰زره نور ډالر هم ورکوي.

د هند حکومت د خپل یو چارواکي په هکله چې دې دسیسې سره تړل شوی، اندیښنه څرګنده کړې او تیره اوونۍ یې ویلي و چې د متحده ایالاتو اندیښنې به په رسمي توګه وڅیړي.

جمهور رئیس جو بایډن، د سپینې ماڼۍ ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان، د مرکزي استخباراتو ادارې یا سي آی اې مشر بیل برنز او د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د هندي چارواکو سره د دې موضوع په هکله خبرې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG