د لاس رسي وړ اتصالات

افغانان ممکن تر راتلونکو لسو کلونو د اقلیم بدلون عمده خطرونو سره مخ شي ـ راپور


ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د ډیرو سختو اغیزو سره مخ دی.
ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د ډیرو سختو اغیزو سره مخ دی.

سویس کې میشت د "اې سي اې پي ایس" په نوم اضطراري او پیچلو بحراني شرایطو کې بشري اړتیاو د ارزونې یو بنسټ افغانستان کې اقلیم د بدلون اغیزو په اړه یو راپور کې نورمال حالت څخه د حرارت درجې پورته کیدل او ګرمۍ څپې، یخونو ویلې کیدل، وچکالي،سیلابونه او ځمکې ښویېدل دغه هیواد کې اقلیم بدلون د اصلي خطرونو په توګه ښودلي دي.

ددغه راپور پر اساس چې د چهارشنبې په ورځ جولاۍ ۳۱ ( زمري لسم) خپور شوی که څه هم افغانستان د ګلخانه يي ګازونو د خپریدو په برخه کې ډیره کمه ونډه لري، خو په نړۍ کې د اقلیم د اغیزو د لسو تر ټولو زیانمنوونکو هیوادونو په ډله کې ځای لري.

په نوم اضطراري او پیچلو بحراني شرایطو کې بشري اړتیاو د ارزونې بنسټ ویلي چې افغانستان د ګرمۍ کچه د نړۍ د ګرمۍ د کچې له اوسط څخه پورته ده او د ۱۹۵۰ کال راهیسې هرکال په دغه هیواد کې د ګرمۍ کچه د ساتني ګیریډ په کچه ۱.۸ درجې زیاتوالی موندلی دی.

په راپور کې راغلي چې په تیرو څلورو لسیزو کې په اکثرو شمالي، لودیځو، جنوب ختیځو او جنوبي ولایتونو کې کم اورښت وریدل ثبت شوي او وچکالۍ اغیزې زیاتې شوي دي.

ددې راپور پر اساس په افغانستان کې یخچالونه د خوږو او طبیعي اوبو په ذخیره کولو او د موسمي سیندونود تنظیم په جریان کې اساسي ونډه لري او تر ۸۰ فیصدو پورې ددغه هیواد د اوبومنابع د هندوکش له غرونو منشا اخلي.

په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د چاپیریال تخریب شدت موندلی چې له مخې دغه هیواد د ایکو لوژیکي ګواښونو د ثبت په برخه کې له پنځه امتیازونو څخه پنځه امتیازونه ترلاسه کړي دي.

د ځنګلونو او ځمکې تخریب، د ځمکې د بدیا کیدل او د اوبو ککړیدل د نورو عواملو په ډله کې دي چې افغانستان ته د زیانمنیدو او د اقلیموي ټاکونو په رسیدلو په ځانګړي ډول سیلابونو او وچکالۍ کې ونډه لري.

په دې راپور کې دغو عواملو ته په اشارې ویل شوي جې افغانان به د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلنو ترمنځ د اقلیم د بدلون او یا هم د هغې د ترکیب د عمده ګواښونو سره مخ شي.

په دې راپور کې ویل شوي:" د ناکافي اورښت او اوبو ته د تقاضا د زیاتیدو له امله د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټیدل، د کرهڼې او کورنۍ د مصرف لپاره اوبو ته د میلیونونو افغانانو لاس رسی په جدي ډول کموي. د هریرود، مرغاب، هلمند سیند او د کابل سیند ساحې د خطر لاندې ساحو کې شاملې دي.

همداشان د راپورونو پر اساس د موسمي او د غیر موسمي سیلابونو زیات راوتل او د ځمکې ښویېدل افغانستان کې ددغو طبیعي پیښو پر وړاندې د خپلې شعاع لاندې راوړي او د خلکو پر هوساینې او خدمتونو باندې د لنډې او اوږدې مودې سختې اغیزې کوي. په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان شمالي، شمال ختیځې او جنوبي سیمې د څو طبیعي پیښو د خطر د ګواښ سره مخ دي.

په دې راپور کې ویل شوي:"د ښارې سیمو د زیربناو او نامناسبه پلان ګزاري، د اوبو د کمښت او د ګرمۍ د کچې پورته تلل، د نفوسو ډکو ښاري سیمو کې د وګړو امنیت او روحي او جسمي سلامتیا راکموي. کابل، هرات، کندهار او مزارشریف ښارونه د ګواښ لاندې سیمو کې شامل دي".

د اوبو پرسر سیمه ییزه ترینګلتیا

د کورنیو ګواښونو سربیره په اضطراري او پیچلو بحراني شرایطو کې بشري اړتیاو د ارزونې دغه بنسټ ویلي چې د ګاونډیو هیوادونو سره د اوبو په سر ترینګلتیا د افغانستان سیمه ییزه انزوا لا زیاتوي او په راتلوونکې کې به د اقتصاد او دپلوماتیک ډګر کې نور عواقب هم ولري.

په دې راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۳۰ کال پورې به پرله پسې وچکالۍ( د نورمال حالت څخه د اورښت کمیدل) اوبو ته ناپایداره تقاضا او د هندوکش – هیمالیا د واورو اورښت کمبود به په افغانستان، ایران، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان کې اوبو ته د لاس رسي د کمیدو سبب شي.

په دې راپور کې منځنۍ اسیا کې د اوبو بحران ته په اشارې ویل شوي چې په افغانستان کې د کرهڼې او د اوبود بریښنا د پروژو تعقیب، خوراکي توکو ته ددغه هیواد د اتکا کمښت او بریښنا ته ددغه هیواد په لومړیتوبونو کې ځای ورکړی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې د سیندونو د اوبو د بهیدلوله اصلي بهیر څخه د اوبو د جریان اړول د ګاونډیانو سره چې اوبه وربهیږي ترینګلتیا لا پراخوي.

دا راپور وايي:" د قوش تیپې کانال چې د افغانستان په شمال کې د امو د سیند څخه د بلخ، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د اوبو د لیږد لپاره طرحه شوی، چې ممکن د ۲۰۲۸ کال ترپایه به بشپړ شي – ددغې زیربنايي پروژو یوه بیلګه ده چې د اوبو د خوندیتوب او امنیت په اړه یې په ګاونډیو هیوادونو تاجیکستان، اوزبیکستان او ترکمنستان کې اندیښنې راولاړې کړي دي".

په عین وخت کې د طالبانو حکومت ویلي چې افغانستان تراوسه د امو د سیند څخه د خپلو اوبو د حقابې څخه ګټه نه ده پورته کړې او دا هیواد هوډ لري چې په هرډول چې کیږي خپلې اوبه د بندونو او کانالونو په جوړولو مدیریت کړي.

افغانستان د ایران سره د هلمند د سیند د اوبو د ویش په تړاو د یو تړون پرته د بل هیڅ ګاونډي هیواد سره د اوبو د ویش تړون نلري.

افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ لمریزکال کې د هلمند د سیند د اوبو د ویش په اړه د ایران سره تړون لاسلیک کړی دی چې تراوسه هم ددغه تړون پر اساس افغانستان هرکال ایران ته په تړون کې ټاکل شوې اندازه اوبه ورکوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG