د لاس رسي وړ اتصالات

'سږ کال به څه باندې ۱۳۵۰۰ افغانان د حج مراسمو کې برخه واخلي'


د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت وايي، سږ کال به څه باندې ۱۳زره او ۵۰۰ افغان حج کوونکي په سعودي عربستان کې د حج مراسمو کې برخه واخلي.

د دغه وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو رئیس فضل محمد حسیني نن سې شنبه مۍ ۲۴ (غبرګولې درېیمه) امریکا غږ ته وویل چې هغوی حج ته د تلوونکو افغانانو مقدماتي کارونه پيل کړي دي.

په نړۍ کې د کروناویروس له وجې د دوه کلنۍ وقفې وروسته سعودي عربستان سږ کال افغانستان ته د تلوونکو حاجیانو سهمیه ورکړې ده.

ښاغلي حسیني وویل چې په تیرو دوو کلونو کې ۸۶زره افغانانو د حج مراسمو کې د ګډون په هدف له دوی سره نوم لیکنه کړې ده. د حج او اوقافو وزارت د ویاند په وینا د طالبانو حکومت سږ کال هغو کسانو ته لومړیتوب ورکوي چې مخکې یې نوم لیکنه کړې ده.

هغه وویل: "د وزیرانو په سطحه کمېټه تشکیل شوې ده، تر څو حج ته د تلوونکو افغانانو بهیر په ښه توګه تنظیم شي. له طیارو سره قرارداد باید په داخل کې وشي او په عربستان کې د ځای په شمول، ډوډۍ او د حاجیانو ترانسپورټ د قراردادونو په اړه هم خبرې روانې دي."

ښاغلي حسیني زیاته کړه احتمال لري چې عربستان ته د تلوونکو افغان حج کوونکو انتقال بهیر د غبرګولې میاشتې په وروستیو یا راتلوونکې میاشتې په سر کې پیل شي.

د هغه په خبره سعودي عربستان سږ کال د حج کوونکو لپاره دوه نوي شرطونه وړاندې کړي چې یو حج ته تلوونکي کسان باید د کرونا وبا واکسین کړی وي او بل عمر یې ۶۵ کلونو لوړ نوي.

د سعودي عربستان د حح او عمرې وزارت د اعلان له مخې، ټاکل شوې سږ کال یو میلیون کسان د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.

دغه وزارت تیره میاشت وویل چې ټول روغتیايي تدابیر به مراعت شي او د بهرنیو هیوادونو حج کوونکي باید د کرونا واکسین کړی وي.

دا په داسې حال کې ده چې تیر کال د کروناویروس مخنیوي په هدف یوازې د سعودي عربستان له داخل څخه یوازې ۶۰زره کسانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی و او د بهرنیو هیوادونو اوسېدونکي د حج مراسمو کې ګډون نه لاره.

تر هغه یو کال وروسته هم یوازې ۱۰۰۰زره کسان چې تر دې مخکې په سعودي عربستان کې اوسېدل، د حج په مراسمو کې ګډون کړی و.

د کرونا ویروس تر خپرېدو مخکې هر کال شاوخوا دوو میلیون کسانو له ټولې نړۍ څخه د حج په مراسمو کې برخه اخیستله.

XS
SM
MD
LG