د لاس رسي وړ اتصالات

په ۲۰۲۱ کال کې په سوریه کې ۳۷۴۰ کسان وژل شوي


د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ د چهار شنبې په ورځ ډسمبر ۲۲ (مرغومي لومړی) راپور ورکړ چې په ۲۰۲۱ کال کې په ټول هغه هیواد کې ۳۷۴۶ کسان وژل شوي دي.

په بریټانیا کې میشت دغه بنسټ ویلي دي چې دا شمیر د ۲۰۲۰ کال په نسبت د پام وړ کموالی ښيي او په روان میلادي کال کې په سوریه کې د وژل شویو شمیر د تیرې یوې لسیزې په پرتله خپل ټیټ حد ته رسیدلی دی.

د هغو شمیرو له مخې چې د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ له خوا خپرې شوي، د جګړې ۱۵۰۵ تنه قربانیان ملکي وګړي دي چې ۳۶۰ تنه پکې ماشومان دي.

د شمیرو له مخې، سوریه په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د ۶۸۰۰ کسانو د وژل کیدو شاهده وه او په ۲۰۱۹ کال کې په هغه هیواد کې څه باندې ۱۰ زره کسان وژل شوي وو.

په بریټانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ یو غیر دولتي بنسټ دی خو په ټوله سوریه کې سرچینو ته لاسرسی لري.

ددغه راپور له مخې، په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په سوریه کې ۲۹۷ کسان د ماینونو او نورو انفجاري موادو د چاودنې له امله وژل شوي دي.

د بشري حقونو د څار دغه بنسټ د روان میلادي کال په نومبر میاشت کې وویل چې سوریه حتی د افغانستان په نسبت یو جنګ ځپلی هیواد دی چې د ماینونو او نورو چاودیدونکو توکو له امله ګڼ شمیر تلفات لري.

په سوریه کې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې وروسته له هغه جګړه پیل شوه چې حکومت خپل مخالفین په وحشیانه ډول وځپل او له هغه وروسته پراخې جګړې پیل شوې اما په تیرو دوو کلونو کې په هغه هیواد کې نښتې کمې شوي‌ دي.

روسیه د هغه هیواد له جمهور رئیس بشار الاسد څخه ملاتړ کوي او تر اوسه هم د حکومت ضد اورپکې د هغه هیواد په ادلیب سیمه کې پراګنده بریدونه کوي.

د فرانسې خبري آژانس ویلي د روسیې له حملاتو سره سره په هغه هیواد کې د حکومت او اورپکو ترمنځ اوربند په پراخ ډول رعایت شوی دی.

د اسلامي دولت یا داعش تندلاري چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې وځپل شول په مخفي ډول خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی او تر اوسه هم د دمشق په یو شمیر سیمو کې خونړي بریدونه کوي.

د سوریې جګړه په ۲۰۱۱ کال کې پیل شوه او تر اوسه پکې شاوخوا ۵۰۰ زره کسان وژل شوي دي.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یاد هیواد د بیځایه شویو د ستر رقم شاهد پاتې شوی دی او په میلیونونه کسان له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ شوي‌ دي.‌

XS
SM
MD
LG