د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ په سوریه کې د القاعدې یو مشر وژلی 


بې پیلوټه الوتکه
بې پیلوټه الوتکه

د امریکا د متحدو ایالتونو پوځي چارواکي وایي د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې یې په سوریې کې د القاعده ډلې یو مهم مشر وژلی دی.

د امریکا د مرکزي قوماندې ویاند جان رکسبي د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۷ (تلې۳۰) په یوې اعلامیې کې وویل: « نن د امریکا یو بي پیلوټه الوتکې د القاعده لوړ پوړی مشر عبدالحمید المطار وواژه.»

ویاند ویلي چې په برید کې ولسي خلکو ته زیان ندی اوښتی . هغه وايي: «د القاعده د دغه مشر په وژل کېدو سره به په نړۍ کې د نورو بریدونو د طرحه کولو او کولو لپاره د دغه ترهګر سازمان ظرفیت ګډوډی شي.»

تر دغې پېښې دوې ورځې مخکې د سوریې په جنوب کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف په مرکز برید شوی و. هلته د ایتلاف مېشت عسکر د داعش جنګیالیو په ضد عملیات کوي.‌

په تېر سپتمبر کې هم د امریکا پوځ د سوریې ادلیب ته نژدې د القاعده یو بل مشر سلیم او احمد هم وواژه.

ښاغلي رکسبي وویل چې دغه شخص د القاعده ډلې لپاره «پلانونونه جوړول، بسپنه ټولوله او د سیمې په کچه یې روزنې ورکولې».

په سوریې کې له ۲۰۱۱ راهېسې جګړه روانه ده او د بهرنیو جنګیالیو په موجودیت کې دا جګړه بیخي پېچلې شوې ده. راپورونه وايي چې د سوریې په جګړه کې تر دې دمه نژدې نیم میلیون خلک وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG