د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله د افغانستان د سولې په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې


عمران خان عبدالله عبدالله ته د سفر بلنه ورکړې وه.
عمران خان عبدالله عبدالله ته د سفر بلنه ورکړې وه.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د دوشنبې په ورځ سپتمبر۲۸ (تلې۷) اسلام اباد ته ولاړ.

ښاغلی عبدالله وايي چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د افغانستان د سولې، په دوحه کې د سولې د روانو مذاکراتو او دواړو هېوادونو د روابطو د قوي کولو په اړه خبرې کړي‌ دي.

ښاغلی عبدالله عبدالله په خپل ټویټر لیکلي چې د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې به د یاد هیواد صدراعظم، ولسمشر، پارلمان او مشرانو جرګې له رئیسانو سره هم وګوري.

نوموړي زیاته کړې چې له پاکستاني چارواکو سره به په افغانستان کې د سولې ټینګېدو په اړه بحثونه وکړي.

عبدالله عبدالله همدارنګه زیاته کړې چې یاده لیدنه به د دې فرصت برابر کړي چې دواړو هیوادونه په دوحه کې د افغان سولې په اړه پیل شوو خبرو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه نظرونه شریک کړي.

ښاغلي عبدالله ویلي دي: "زه امید لرم چې دا لیدنه به په ټولو کچو کې د متقابلې همکارۍ نوی فصل پرانیزي، په ځانګړي ډول په افغانستان کې د تلپاتې او دایمي سولې ټینګېدو په برخه کې."

د پاکستان صدراعظم عمران د تیرې وږې میاشتې پر پنځمه نېټه له عبدالله عبدالله سره د ټلیفوني خبرو پر مهال هغه ته پاکستان ته دسفر بلنه ورکړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني او عمران خان هم د تیرې جمعې په ورځ په ټیلیفون کې د دواړو هيوادونو د اړيکو، د سولې د بهیر او په افغانستان کې د اوربند په اړه خبرې وکړې.

ارګ ویلي چې ښاغلي غني په دغو خبرو کې په اوربند ټينګار کړی او د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته يې افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړې.

په بیان کې د ښاغلي خان له قوله راغلي: "موږ په افغانستان کې د اوربند ټينګښت بشپړ ملاتړ کوو."

عمران خان په دې وروستیو کې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په استول شوې لیکنه کې هم ویلي وو چې د بین الافغاني خبرو په پیلېدو سره افغان جګړه ختمېدو ته نژدې شوې ده.

XS
SM
MD
LG