د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ له عمران خان سره د افغانستان پر سولې خبرې کوي


د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د پاکستان صدراعظم عمران خان سبا دوشنبه (جولای ۲۲) په سپینه ماڼۍ کې سره ګوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې له تیرو دوو ورځو راهیسې په واشنګټن کې دی، خبریالانو ته وویل چې په سپینه ماڼۍ کې به دوه غونډې کیږي، په لومړۍ کې به ډیر کم او مخصوص کسان وي، او دوهمه د کاري او سکتوري متخصصینو غونډه وه.

ولسمشر ټرمپ او عمران خان به د افغانستان پر سوله هم خبرې وکړي. د معلوماتو له مخې د نورو مسایلو ترڅنګ به ولسمشر ټرمپ عمران خان سره د تروریزم ضد جګړې، دفاعي همکاریو، تجارت او انرژۍ هم خبرې وکړي.

له کله نه چې ولسمشر ټرمپ واک ته رسیدلی دی، تل یې ویلي چې پاکستان ترهګرو ډولو ته ځای ورکړی، په لومړني اقدام کې یې پر پاکستان تیر کال د درې سوه میلیون ډالرو مرسته ودروله.

له دې ور هغه خوا، پاکستانیان بیا واشنګټن سره د پاکستان د اړیکو ښه کیدو ته هیله من دي.

د جمهور ریس ټرمپ د حکومت په مشرۍ د متحدو ایالتونو دفاع وزارت پنټګان پاکستان سره د پوځي مرستو لپاره په سلګونه میلونه ډالر بند کړي، پدی تور چې پاکستان دغه مرستې ترهګرو ډلو ته ورکوي، خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.

ټرمپ له عمران خان سره د افغانستان پر سولې خبرې کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:29 0:00

په پاکستان کې د متحدو ایالتونو پخوانی سفیر ریچارد اولسن واېي کله چې دوه اړخیزې خبرې کیږي، د ودې فرصت شته.

ښاغلی اولسن وايي زه فکر کوم چی دا د امریکا او پاکستان ترمنځ په تدریجي ډول د اړیکو د ښه کولو یوه نښه ده. یو کال مخکې ددغه سفر تصور سخت وو.

زما به اند هغه څه چې بدلون موندلی دا دی چې واشګټن اوس ددې خبرې په اهمیت پوه شوی چې د افغانستان سولې او د سیاسي ناندریو د حل او فضل لپاره د پاکستان ونډه گټور ثابت شوی.

عمران خان به ددې ترڅنګ د امریکا د سولې په انستیتوت کې وینا وکړي، او په امریکا کې به میشتو د پاکستانیانو یوې لویې غونډې ته هم خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG