د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې یو کاناډایي داعش سره د مرستې له کبله په ۲۰ کاله بند محکوم شو


آرشیف
آرشیف

یو کاناډایي په متحده ایالاتو کې دوشنبه اکټوبر ۱۷ (تلې۲۵) په سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې سره د مرستې کولو له کبله په شلو کالونو بند تیرولو محکوم شو.

د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت په اعلامیې کې محکوم شوی تن عبداللهي احمد عبداللهي یاد شوی چې ۳۷ کاله عمر لري او د کاناډا د البرټا ولایت د اډمنټون ښار اوسیدونکی دی.

هغه په ۲۰۱۹ کال کې د کاناډا څخه متحده ایالاتو ته د محاکمه کیدو لپاره ولیږدول شو.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې عبداللهي د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په میاشت کې په محکمې کې په هغه په ټولو لګیدلو تورونو کې ځان مجرم وباله.

په عبداللهي دا تور و چې د شمالي امریکا د شپو اتباعو سره یې مرستې کړې وه چې سوریې ته ولاړ شي او هلته د اسلامي دولت یا داعش ډلې سره یو ځای شي.

عبداللهي همدارنګه په محکمې کې ومنله چې په ۲۰۱۴ کال کې د اډمنټون په ښار کې د زرګرۍ یو دکان پدې خاطر لوټلی و چې سوریې ته د دې کسانو د لیږلو لپاره مالي امکانات برابر کاندي.

دغه شپږ کسان چې عبداللهي ورسره سوریې ته په تګ کې مرسته کړې وه چې د داعش سره یو ځای شي، درې یې د هغه نږدې خپلوان او کاناډا د اډمنټون اوسیدونکي و. پاتې درې یې د امریکا اوسیدونکي و.


د امریکا د عدلیې وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې دغه شپږ واړه د داعش لپاره د جګړې کولو پر وخت وژل شوي.

سره لدې چې د داعش ډله په سوریې او عراق کې ماته شوې خو بیا هم ددې ډلې غړي په ګڼ شمیر هیوادونو کې وخت ناوخته بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG