د لاس رسي وړ اتصالات

عاطف مشعل: د کرکټ بورډ د پنځو کلونو کړنو تفتیش کوو


Ukraynada dərs ili başladı
Ukraynada dərs ili başladı

د افغانستان د کرکټ بورډ نوي مشر عاطف مشعل په خپل لومړني خبري کنفرانس کې د کرکټ بورډ په اداره کې د اساسي اصلاحاتو پر راستلو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دغو اصلاحاتو په پایله کې به یوه پیاوړې ملي لوبډله راتلونکي نړیوال جام ته معرفي کړي.

ښاغلی مشعل چې څو ورځې مخکې د افغان ولسمشر د فرمان له مخې د افغانستان د کرکټ بورډ د عمومي مشر په توګه وټاکل شو، نن یې په کابل کې خبریالانو ته د خپلو درې کلنو پلانونو په اړه معلومات ورکړل.

عاطف مشعل وویل، په کرکټ بورډ کې د اساسي اصلاحاتو راوستل د هغه په لومړیتوبونو کې ځای لري.

هغه وویل "شفافیت د افغانستان د حکومت او د کرکټ بورډ د اجنډا په راس کې ده، نو تیره پنځه کلنه دوره به مالي تفتیش کیږي او که چیرې مو غلا، مشکل، فساد یا کومه تیروتنه ولیدله نو په ډیر جرات به یې تاسو سره شریکه کړو او افراد به یې تاسې ته په ګوته کړو."

ښاغلي مشعل دغه راز وویل، چې د کرکټ بورډ په اداره کې به شخصي پریکړې نه کیږي او د ادارې د چارو د سمبالولو لپاره به نوي سیسټمونه جوړ او له مخې به یې هغه کسان له بورډ څخه وباسي، چې له سیسټم څخه سرغړونه کوي.

ښاغلي مشعل ژمنه وکړه، چې تر ۲۰۱۷ کال پورې به د فرسټ کلاس کرکټ امتیاز ترلاسه او تر ۲۰۱۹ کال به د کرکټ په نړیواله شورا کې د افغانستان بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي.

عاطف مشعل وویل "زه ملت ته ډاډ ورکوم، چې په مسلکي ډول دا وعده درسره کوم، چې تر ۲۰۱۹ کاله به زه د کرکټ نړیوالې شورا د بشپړغړیتوب لپاره خپلې ټولې هڅې وکړم."

ښاغلي مشعل د لوبغاړو د غوراوي 'سلیکش کمیټي' پر مسلکیتوب او بې‌طرفۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دغې کمیټې ته به بشپړ صلاحیت او خپلواکي ورکړي تر څو له واسطو او سمت‌پالۍ پرته وړ او تکړه لوبغاړي ملي لوبډلو ته معرفي کړي.

هغه دغه راز وویل، چې په ټولو زونونو کې به د کرکټ مجهزه لوبغالي او اکیډمۍ جوړې کړي او زیاته یې کړه چې په لومړي پړاو کې به د یوې میاشتې په موده کې د کابل کرکټ اکیډمي په معیاري ډول جوړه او ګټې اخیستنې ته وړاندې کړي.

ښاغلي مشعل وویل، د کرکټ د ملي لوبډلو د لوبغاړو ټولې قانوني غوښتنې به ومنل شي او همدا شان ټینګار یې وکړ، چې د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام لپاره به پیاوړې لوبډله چمتو کړي.

XS
SM
MD
LG