د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان کرکټ ملي لوبډلې د روزونکي په توګه د لانس کلوزنر دنده پای ته رسیږي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې روزونکی لانس کلوزنر
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې روزونکی لانس کلوزنر

د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې او لانس کلوزنر ترمنځ د یوې ګډې او دوه اړخیزې هوکړې له مخې، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره د مشر روزونکي په توګه، د لانس کلوزنر تړون پای ته رسیږي.

کرکټ بورډ نن سې شنبه نومبر ۳۰ (لېندۍ ۹) ویلي چې لانس کلوزنر د ۲۰۱۹میلادي کال په سپټمبر میاشت کې د افغان ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه په دنده وګمارل شو چې د دواړو لوریو د هوکړې پر بنسټ به دغه تړون د روان ۲۰۲۱میلادي کال د ډسمبر میاشتې په ۳۱مه پای ته ورسېږي.

د بیان له مخې افغان لوبډلې د لانس کلوزنر تر روزنې لاندې ۶ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره کړې چې په دریو سیالیو کې یې ایرلنډ ته ماتې ورکړې او درې نورې یې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې ته بایللې.

همدارنګه افغان لوبډلې په یاده دوره کې درې ټسټ لوبې هم وکړې چې دوه یې بایللې او یوازې یوه ټسټ لوبه کې یې زمبابوې ته ماتې ورکړه.

د کرکټ بورډ د معلوماتو په اساس سربېره پر دې افغان لوبډلې په همدې موده کې ۱۴ شل اوریزې نړیوالې سیالۍ ترسره کړې چې په ۹ کې یې بریاوې خپلې کړې او په پاتې ۵ لوبو کې له ماتې سره مخ شوې ده.

لانس کلوزنر څه باندې دوه کاله د افغان لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د نوموړي د خدمتونو ستاینه کړې او د ملي لوبډلې په پرمختګ کې د لانس کلوزنر هڅې د قدر وړګڼلې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د هیواد د کرکټ ملي لوبډلې لپاره یې د نوي مشر روزونکي د ګومارنې لړۍ پیل کړې چې له مخې به یې د راتلونکو سیالیو لپاره د لانس کلوزنر پر ځای بل وړ کس د نوي روزونکي په توګه وټاکل شي.

XS
SM
MD
LG