د لاس رسي وړ اتصالات

فضل حق: هر وخت چې ملي لوبډلې کې چانس راکړل شي، زه پوره اماده یم


فضل حق فاروقي
فضل حق فاروقي

د افغانستان د کرکت د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی فضل حق فاروقي وایي هر وخت چې په ملي لوبډلې کې ورته د لوبېدو چانس ورکړل شي، پوره اماده دی چې د افغانستان استازیتوب وکړي.

دغه ځوان کیڼ لاسی توپ اچوونکی دا مهال په متحدو عربو اماراتو کې د «ټي۱۰» په تجارتي‌ لیګ کې لوبیږي چې د کرکټ مبصرین یې د لوبې او استعداد ستاینې کوي.

فضل حق فاروقي په تېر شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې په «ریزرف» محافظتي لوبغاړو کې و چې د لوبېدو چانس ورته پیدا نشو.

نوموړي تر دې مخکې د هند په آی پي ال کې د پنجاب او چینايي لوبډلو سره د «نټ» توپ اچوونکي په توګه هم لوبې کړي‌ دي.‌

هغه هیله وښوده چې آی پي کې هم له د لوبېدو چانس په لاس ورشي.

له فضل حق فاروقي سره پوره مرکه دلته کتلای شي.

XS
SM
MD
LG