د لاس رسي وړ اتصالات

دریو ښځو په ټرمپ د جنسي ځورونو تورونه تکرار کړي


دریو تنو ښځو د امریکا په ولسمشر ډونالډ ټرمپ باندې خپل د تیر کال هغه تورونه بیا تکرار کړیدي چې وایي ولسمشر ټرمپ په جنسي توگه ځورولي دي. دغه درې تنه ښځې وایي چې د امریکا د کانگرس لپاره دا ډیر مناسب وخت دی چې د ولسمشر په خلاف د دغو تورونو تحقیقات وکړي.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو کې د لسگونو قدرتمنو او مشهور کسانو نه د دغه ډول تورونو له وجې تحقیقات روان دي.

دغه ښځه چې ریچل کروکس نومیږي، تور لگوي چې ١٢ کاله مخکې ولسمشر ټرمپ د هغې د رضا نه بغیر هغه ځورولي وه. ریچل هغه وخت په نیویارک کې په ټرمپ ټاور کې کار کاوه. هغې وویل چې د جمهوري غوښتونکي گوند غړي دې د گوند سره خپله طرفداري د دې مسلې د حل د لارې خنډ نه گرځوي او د ولسمشر د سابقې په هکله دې تحقیقات وکړي.

ریچل کروکس د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د دوو نورو ښځو سره یو ځاې مطبوعاتي غونډې ته وینا وکړه. په دغو کې یوه ښځه سمانتها هلوي او بله جیسیکا لیډز نومیږي. دغه دواړو هم د ٢٠١٦ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین په وخت کې په ولسمشر ټرمپ تور لگولی و چې هغه په جنسي توگه ځورولي دي.

د ٢٠١٦ کال د انتخاباتو د کمپاین په وخت کې دولس ښځو په ولسمشرټرمپ باندې د جنسي ځورونو تورونه ولگول. ولسمشر ټرمپ دغه تورونه رد کړیدي.

سپینې ماڼۍ یو ځلې بیا دغه تورونه رد کړیدي، ولسمشر ټرمپ او د هغه پلویانو دا د ولسمشر په ضد د دروغو پروپیگنډ بللی دی.

XS
SM
MD
LG