د لاس رسي وړ اتصالات

د اسیا پراختیايي بانک افغانستان سره ۱۸ میلیونه ډالر مرسته کوي


اسیا پراختیايي بانک له دې مخکې هم له افغانستان سره مرسته کړې ده
اسیا پراختیايي بانک له دې مخکې هم له افغانستان سره مرسته کړې ده

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وايي چې د اسیا پراختیايي بانک له دغه هېواد سره د کرنیزو محصولاتو د لوړولو لپاره ۱۸،۲۸ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

د دغې ادارې ویاند نظام خپلواک نن یکشنبه نومبر لومړۍ (لړم۱۱) امریکا غږ ته وویل چې دغه مرستې به په نهو ولایتونو کې ولګول شي.

ښاغلي خپلواک زیاته کړه: "یاده مرسته به د کوچنیو بندونو جوړولو په برخې کې مصرف شي چې له امله یې د ځمکې لاندې د اوبو کچه هم لوړیږي او په پایله کې د اوبو مدیریت او نه ضایع کېدو له امله کرنیز محصولات ډېرېدی شي."

بامیان، کندز، تخار، سمنګان، پنجشیر، پروان او میدان وردګ هغه ولایتونه دي چې دغه مرسته به پکې د کوچنیو بندونو د جوړېدو لپاره وکارول شي.

د یادې ادارې معلوماتو په اساس د اسیا پراختیایي بانک له ۲۰۰۲ کال راهیسې د طبیعي سرچینو او د کلیو پراختیا سکټورونو په برخو کې لږ تر لږه ۸۷۹ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.

د دغو مرستو له امله ۳۵۰ زره هکټاره ځمکه خړوبه شوې ده.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي هم امریکا غږ ته وویل چې یادې مرستې به په تخار، بدخشان او کندز کې امو سیند ته څېرمه ځمکو کې پر زراعتي پروژو ولګول شي.

XS
SM
MD
LG