د لاس رسي وړ اتصالات

'کاناډا کې د اسلامي کتابونو اخیستلو ته د ځوانانو لېوالتیا زیاته شوې'


د کاناډا په ټورنټو ښار کې د "حبيب کتاب پلورنځي" مسئول وايي، چې په دې وروستيو کې د اسلامي کتابونو په ځانګړې توګه د قران کريم اخيستلو ته د ځوانانو لېوالتيا ډېره شوې ده.

د کتابونو دا پلورنځی چې د افغانانو له خوا د تیرو شلو کلونو راهیسې فعالیت کوي، په شمالي امریکا کې د یو له سترو اسلامي کتاب پلورنځیو څخه ګڼل کیږي او د انګلیسي، عربي او فارسي ژبو شاوخوا ۲۰۰ زره ټوکه اسلامي کتابونه پکې موجود دي.

د دې کتاب پلورنځي مالک احمد صدیق پوپلزی وایي پېرودونکي يي ورځ تر بلې مخ په زیاتیدلو دي او اکثریت پکې ځوانان دي چې د دیني عقایدو او اصولو په باره کې د زده کړې سره مینه لري او غواړي د قران او حدیثونو په اړه د خپل پوهاوي کچه لوړه کړي.

پوپلزی وايي دا کتابونه له مختلفو هیوادونو کاناډا ته راوړي: "انګلیسي کتابونه يې اکثره له لندن او د سعودي عربستان، هند او پاکستان څخه راوړل شوي، عربي کتابونه يې له سعودي، لبنان او سوریې راوړو، او پارسي کتابونه يې له ایران او پاکستانه راوړو."

یاسمین محمد له خپل مېړه سره دغه پلورنځي ته د کتاب پېرلو لپاره راغلې. دوی نیت کړی چې د لویدیځې افریقا په ګانا هیواد کې د خپلوانو لیدلو ته لاړ شي او غواړي لدې کتاب پلورنځي په عربي لیکل شوي کتابونه وپېري او د ځان سره یې د ډالۍ په توګه یوسي.

یاسمین محمد وايي: "زه دلته راغلې یم چې د خپلوانو لپاره مې ډالۍ واخلم. مونږ ځینې جای نمازونه، حجابونه او کتابونه واخیستل. بیې يې هم موږ ته ډيرې مناسبې وې."

د دې کتاب پلورنځي یوه بله ځانګړتیا پدې کې ده چې د کتابونو سربیره، د ښځو دپاره حجابونه او د اسلامي فرهنګ اړوند نور توکي لکه څادرونه، دستمالونه، او خولۍهم پلوري.

دلته د نورو مسلمانانو سربیره، کاناډا میشتي افغانان هم د خپلو ماشومانو لپاره د اسلامي کتابونو رانیولو لپاره ورځي او پدې باور دي چې دا ډول پلورنځي د اسلامي ارزښتونو په پيژندلو او ساتلو کې ورسره مرسته کوي.

د ټورنټو ښار اوسیدونکی جیلاني احمدزی وايي: "دا کتاب پلورنځی د کاناډا د اسلامي ټولنې یو له عمده ضرورتونو څخه دی او هغو ماشومانو ته ډیر اړین دی چې دلته زیږیدلي دي. دلته د ښه اسلامي ماخذونو سربیره، د مورنۍ ژبو لکه پارسي او پښتو د زده کړې لپاره هم پوره مواد شته."

سره له دې چې د نن سبا په ډیجټلي عصر کې د کتابونو د لوستلو، چاپ او پلور سره علاقمندي کمه شوې، خو په حبیب کتاب پلورنځي کې لا هم د اسلامي کتابونو پلور زیات دی او ددې پلورنځي چلوونکی تمه لري چې کاناډا ته د نورو افغانانو د راتلو سره به یې پېرودونکي نور هم زیات شي.

XS
SM
MD
LG