د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې لسګونه اسلامي ښوونځي فعال دي، یو هدف یې د دیني هویت ساتل بلل کېږي


د ۱۴۰ رسمي اسلامي ښوونځیو ترڅنګ د امریکا په زیاتره اسلامي مرکزونو او جوماتونو کې ماشومانو او تنکیو ځلمیانو ته دینې زده کړې ورکول کیږي.
د ۱۴۰ رسمي اسلامي ښوونځیو ترڅنګ د امریکا په زیاتره اسلامي مرکزونو او جوماتونو کې ماشومانو او تنکیو ځلمیانو ته دینې زده کړې ورکول کیږي.

په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو په ډیرو ښونځیو کې د زده کوونکو د مذهبي هویت ساتل یوه ننګونه ګڼل کیږي، په دغه هېواد کې شاوخوا ۱۴۰ اسلامي ښوونځي فعالیت کوي چې د زده کوونکو مذهبي هویت ساتل خپله مهمه موخه بولي.

د میزوري ایالت د کنساس ښار ته څېرمه شاوخوا ۲۰۰ زده کونکي د لوی کانساس ښار په اسلامي ښوونځي کې زده کړې کوي.

ددغه ښوونځي یوه زده کوونکې، ایرم سيد، وايي، دلته ورته اسانه ده چې خپل مذهبي مراسم ترسره کړي. هغه وايي: "دلته ډیر هغه څه نشته چې زمونږ مخنیوی کوي، په نورو ښوونځیو کې تاسو باید د لمانځه وختونو لپاره ځانګړې غوښتنه وکړئ."

دغه ښوونځی چې په ۱۹۸۹ کې جوړ شوی، موخه یې دا ده چې ځوان مسلمانان چمتو کړي چې د امریکا د متنوع ټولنې ښه غړيتوب وکړي.

د لوی کنساس ښار د اسلامي ښوونځي مشره، صبا ح حمودا، وايي، ټولنې پرېکړه وکړه چې دوی غواړي خپل ماشومان وژغوري، او تر ټولو مهمه دا چې د مسلمانانو په توګه د دوی هویت خوندي شي.

د لوی کانساس ښار په اسلامي ښوونځي کې د زده کړې او کار دپاره د نورو دینونو پیروانو ته هم اجازه شته. په ملي کچه منل شوي دې خصوصي ښوونځي کې د میزوري ایالت د نورو ښوونځیو په څېر نصاب تدریس کیږي خو دیني مطالعات او د عربي ژبې زده کړه پکې شامله شوې ده.

فضیله سعید چې لور یې په دې ښوونځي کې زده کړي کوي، وايي: "ما یې پرمختګ ولید، نه یوازې په اسلامي برخه کې، بلکې په اکاډمیکه برخه کې هم، دوی ډیر ښه کار کوي. زما لور فکر کاوه چې هغه په حساب کې ښه نه ده، مګر هغه اوس د هیواد په کچه د ریاضي په سیالیو کې برخه اخلي."

فضیلې سعید خپل درې واړه ماشومان په همدې ښوونځي کې شامل کړي دي. هغې د خپلې عقیدې سره سم چاپیریال موندلی او د خپلو ماشومانو دپاره یې ګټور بولي.

خو ددې ښوونځي مشره سبا حموده وایي، چې د دې چاپېريال د رامنځته کولو لپاره د کافي ښو ښوونکو موندنه ستونزمن کار دی. هغه زیاتوي: "دا له لویو ننګونو څخه ده چې مونږ ورسره مخامخ یو. زمونږ ښوونکي تصدیق شوي او له همدې ځایه فارغ شوي. ډیر یې د ماسټرۍ سندونه لري او که تاسو د دوی معاشونه د عامه ښوونځیو سره پرتله کړئ ډیر توپیر لري."

د لوی کنساس ښار اسلامي ښوونځی په متحده ایالاتو کې د شاوخوا ۱۴۰ منل شويو اسلامي ښوونځیو څخه یو دی.

XS
SM
MD
LG