د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو د بدخشان یمګان ولسوالي له طالبانو بېرته ونیوله


دا مهال د بدخشان یوازې یوه ولسوالي د طالبانو په لاس کې ده
دا مهال د بدخشان یوازې یوه ولسوالي د طالبانو په لاس کې ده

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بدخشان یمګان ولسوالي یې تر څلورو کلونو وروسته بېرته له وسله والو طالبانو څخه ونیوله.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د دوشنبې په ورځ د «سپټمبر۹مه» د وږې۱۸ مه امریکا غږ ته وویل، چې یاده ولسوالۍ نن د یو لړ عملیاتو پرمهال له طالبانو څخه ازاده شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د یمګان ولسوالۍ د بېرته نیولو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو پرمهال لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې او یو شمېر یې نیول شوي دي.

هغه وویل، چې د یادو عملیاتو پرمهال افغان امنیتي او دفاع ځواکونه مرګ ژوبله نه لري.

دا په روانه اونۍ کې د بدخشان ولایت دوهمه ولسوالي ده چې له طالبانو څخه بېرته نیول کېږي.

دفاع وزارت د تېرې شنبې په ورځ له وسله والو طالبانو څخه د دغه ولایت د وردوج ولسوالۍ د نیولو خبر هم ورکړ.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال یوازې د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ مرکز د طالبانو په لاس کې دي او ترڅنګ یې د پنځو نورو ولسوالیو په اطرافو کې حضور لري.

افغان حکومت پر داسې مهال له وسله والو طالبانو څخه د وردوج ولسوالۍ د بېرته نیولو خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې طالبانو د بدخشان په ګاونډ تخار او نورو شمالي ولایتونو کندز او بغلان کې پراخ بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو لخوا پر شا وتمبول شول.

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG