د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې د طالبانو ګمرک له منځه وړل شوی ـ دفاع وزارت


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د فراه ولایت په «شیب کوه» ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو ګمرک تر نیولو وروسته له منځه وړی دی.

دفاع وزارت نن دوشنبه د «مرغومې پر ۲۳مه» ویلي، چې دغه ګمرک تېره شپه د «بختور» پوځي عملیاتو پرمهال له منځه وړل شوی دی.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان امریکا غږ اشنا ته وویل:"طالبانو په ورځ کې ۳ میلیونه افغانۍ پر دغه لار له تلوونکو بار وړونکو موټرو څخه اخیستلې."

نوموړي زیاته کړه، چې یاد ګمرک د طالبانو د مهمو مالي سرچینو څخه و.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال زیاته کړه، چې د طالبانو دا ډول ګمرکونه تر ډېره د افغانستان په لوېدیځ کې و، چې په دې وروستیو کې په هرات، بادغیس، غور، هلمند او نیمروز ولایتونو کې د تر سره شوو عملیاتو پرمهال لویې لارې خلاصوي شوي او دغو لارو ته د طالبانو لاس رسی کم شوی دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې روانه اونۍ د هرات ـ کندهار د لویې لارې موټر چلوونکو هم د څو ورځو لپاره دغه د اعتراض په توګه تړلې وه.

موټر چلوونکي شکایت کوي، چې د یادې لارې پر سر ځینو سیمو کې د پولیسو لخوا غیر قانوني پیسې ورڅخه اخیستل کېږي.

د موټر چلوونکو تر اعتراض وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین خوشحال سادات هلمند ولایت ته سفر وکړ او د یادې لارې په اوږدو کې د پولیسو ځینې غیر ضروري «چېک پاینټونه»یې لیرل کړل.

د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې ښاغلي سادات ویلي، هر هغه پولیس که وظیفوي غفلت وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

په بیان کې راغلي:"پر لویو لارو موظفو منسوبینو ته هم د ښې امنیت ساتنې توصیه او د موټر چلوونکو له ځورونې د ډډې سپارښتنې کړې او ویلي دي، چې د ملي پولیسو هر هغه منسوب چې د وظیفوي غفلت پر مهال ولیدل شي؛ د قانون له جدي چلند سره به مخ شي."

د هرات ـ کندهار لویې لارې پر سر هره ورځ سلګونه بار وړونکي او مسافر وړونکي موټر تګ راتګ کوي.

د دې ترڅنګ ټول هغه توکي چې له ایران څخه افغانستان ته واریدیږي، له یادې لارې څخه په تېرېدو د افغانستان نورو برخو ته رسول کېږي.

XS
SM
MD
LG