د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پوځ کندهار او پکتیا کې هم ډیورنډ کرښې ته څېرمه پوځي تطبیقات کړي


افغان پوځیان د پوځي تطبیقاتو پرمهال
افغان پوځیان د پوځي تطبیقاتو پرمهال

افغان پوځ وايي چې له ننګرهار وروسته یې په پکتيا کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه افغان ملي امنيتي او دفاع ځواکونو ګډ نظامي تطبيقات ترسره کړي دي.

په ګردېز کې د ۲۰۳ تندر قول اردو وياند ايمل مومند امريکاغږ ته وويل چې دغه پوځي تمرينونه تېره ورځ د پکتيا د آريوب ځاځي ولسوالۍ اړوند د ”مڼې جبې‟ په سيمه کې ترسره شول.

نوموړي وويل چې په دغو تطبيقاتو کې پياده ځواکونو، کمانډو، ضربتي، پوله ساتو او هوايي ځواکونو ګډون کړی و او د خپلو سپکو او درنو وسلو وړتيا يې وښودله.

ايمل مومند زياته کړه چې د وسله وال پوځ د ستر درستيز درستيزوال ډګر جنرال حبيب حصاري، د ۲۰۳ تندر قول اردو تورنجنرال ارکان حرب خان الله شجاع او د ملي دفاع وزارت يو شمېر نورو جنرالانو او آفسرانو دا تمرينونه له نږدې وڅارل.

د افغانستان د وسله وال پوځ د ستر درستيز درستيزوال ډګر جنرال حبيب حصاري په پکتيا کې د يادو نظامي تمرينونو پرمهال ويلي چې د افغان امنيتي ځواګونو ګډ تمرينات د افغاستان دوستانو او دښمنانو ته پيغام لري.

پر همدې مهال د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل پر خپل ټوېټر پاڼه د یادې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې: "افغان امنیتي ځواکونو د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د لوی اختر په شپه په سپین بولدک کې د پاکستان لخوا د شهید شوو افغان سرتیرو په نوم پوځي تمرینات تر سره کړل."

تر دې يوه ورځ مخکې د افغانستان ملي دفاع وزات د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې ډيورنډ کرښې ته نږدې د افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د ګډو نظامي تطبيقاتو د ترسره کيدو خبر ورکړ و.

افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستیځ جنرال محمد یاسین ضیاء د دغه نظامي تطبیقاتو څخه د لیدنې پرمهال ویلي چې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه مسلکي او جنګي لوړ ظرفیت لري.

ښاغلي ضیاء ویلي و چې افغان دفاعي ملي امنیتي ځواکونه د "ځمکنۍ بشپړتیا او بهرني او داخلي دښمانانو په وړاندې په خپلواکه توګه دفاع کولای شي."

هغه زیاته کړې:"زموږ پیغام د افغانستان د ښمنانانو ته دادی، موږ ماتې نه خوړونکي، لوړ ظرفیت لرونکي او زړور ځواکونه یو.که چیري له جنګ نه لاس وانخلئ له منځه به یووړل شی."

XS
SM
MD
LG