د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ بورډ د بنګله دېش او زېمبابوۍ پر وړاندې لوبډلې اعلان کړې


د افغانستان کرکټ بورډ د بنګله دېش پر وړاندې د یوازینۍ ټسټ لوبې او د بنګله دېش او زېمبابوۍ لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزه شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره دوې لوبډلې اعلان کړې.

دغه لوبډلې نن سې شنبه د «زمري پر ۲۹مه» د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې لخوا اعلان شوې، چې د ټېسټ لپاره ۱۵ او درې اړخیزه شل اوريزه سیالیو لپاره ۱۷ لوبغاړي غوره شوي دي.

دغه سیالۍ چې په بنګله دېش هېواد کې تر سره کېږي د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له‌مخې ټاکل شوې د بنګله دېش په وړاندې د افغانستان یوازینۍ ټسټ لوبه د سپټمبر میاشتې له پنځمې بیا تر نهمې نېټې تر سره شي.

د ټسټ لوبې افغان لوبغاړي
د ټسټ لوبې افغان لوبغاړي

په شل اوریزو سیالیو کې د افغانستان لومړۍ لوبه د سپمټبر پر ۱۴مه د زیمبابوۍ، د همدې میاشتې پر ۱۵مه د بنګله دېش، پر ۲۰مه بیا له زېمبابوۍ، پر ۲۱مه نېټه له بنګله دېش او همدارنګه د سپمټبر میاشتې پر ۲۴مه پایلوبه تر سره کېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مسؤلین وايي، چې د بنګله دېش پر وړاندې یوازینۍ ټیست لوبډله کې د راشد خان په لوبډلمشرۍ احسان الله جنت، جاويد احمدي، ابراهيم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهيدي، اصغر افغان، اکرام علي خېل، محمد نبي، قیس احمد، سيد احمد شېرزاد، يمين احمدزی، ظهير خان پکتين، افسر ځاځی او شاپور ځدراڼ شامل دي.

د شل اوریزې لوبډلې افغان لوبغاړي
د شل اوریزې لوبډلې افغان لوبغاړي

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر انډي مولز د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل، چې د شل اوریزه لوبو په لوبډله کې هم د لوبډلمشر راشد خان په ګډون اصغر افغان، محمد نبي، حضرت الله ځاځی، نجیب تره کی، رحمن الله ګربز، مجیب الرحمن، شفيق الله شفق، نجیب ځدراڼ، شاهدالله کمال، کريم جنت، ګلبدین نایب، فريد احمد ملک، شرف الدین اشرف، فضل نیازی، دولت ځدراڼ او نوين الحق شامل دي.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د معلوماتو له مخې رحمن الله ګربز شاهدالله کمال، فضل نیازی او نوین الحق هغه ځوان لوبغاړي دي چې د لومړي ځل لپاره په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې ګډون کوي.

د شل اوریزې لوبډلې افغان لوبغاړي
د شل اوریزې لوبډلې افغان لوبغاړي

​د دې ترڅنګ ابراهیم ځدراڼ، قیس احمد، سید احمد شېرزاد، ظهیر خان پکتین او شاپور ځدراڼ بیا هغه لوبغاړي دي چې د لومړي ځل لپاره په نړیوالو ټسټ لوبو کې ګډون کوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د مسؤلینو وینا په د یادو لوبو غوره لوبغاړي به د اسيا جام او د ۲۰۲۰ کال شل اوریز نړيوال جام لپاره غوره شي.

کرکټ ویلي چې یاد لوبغاړې د وړتیا پر اساس غوره کړي دی.

XS
SM
MD
LG